IQNA

د انګلستان اسلامی خیریه فاؤنډیشن د خون دډالۍ کولو نړیوال ریکارډ جوړوي

16:27 - August 25, 2022
د خبر لمبر: 3486138
ایکنا-(تهران)په انګلستان کې یوه اسلامی خیرّیه موسیسه  هڅه کوي څو په یوه ورځ کې د ترټولو زیاتې وینې د ډالۍ کولو لپاره نوی نړیوال ریکارډ ثبت کړي.

ایکناخبری آژانس د لنکشایر ټيلیګراف له قوله راپور راکړ،په انګلستان کې یوه اسلامی خیریّه موسیسه نیّت لري دیوې کمپنۍ په پرانیستو سره ،په یوه ورځ کې د وینې د ترټولو زیاتې ډالۍ کولو لپاره  نوی نړیوال ریکارډ ثبت کړي. ددغه پروګرام هدف،ددغه هیواد  روغتیائي چارو د وزارت (این ایچ ایس)د وینې تر ټولو کمه زیرمه  زیاته کړي او په درستې نړۍ کې څه دپاسه یو لک پنځوس زره  کسانو ژوند وژغوري.

د  Who is Hussain   نومې موسیسې مدیر منتظر راعي د  #GlobalBloodHeroes Day#   په هشټګ سره(دوینې د ډالۍ کونکو اتلوالانو نړیواله ورځ) چې داګست په ۲۷نیټه اجرائي کیږي، ددغه کمپین  دراتلونکي پروګرام اجرائي مدیریّت په غاړه لري. هادي الحلی  او همداراز لیلاجاورد  چې دلومړي ځل لپاره  وینه ورکوي د هغه نور ملګري دي.

دغه کمپین چې په ۲۳هیوادونو کې  کې ۳۵۰ روغتیائي مرکزونو کېترسره کیږي،هڅه  کوي څو دنړۍ په شپږو براعظمونو کې د وینې پنځوس زره ډالس کونکي غونډ کړي.

 دغه کمپین د NHS Blood and Transplant په ملاتړ او پشتیبانۍ سره د لندن ، لیډژ،بیرمنګم،لوټن او منچسټر،اډینبرګ،ګلاسکو او ابرډیّن پشمول په انګلستان کې په مختلفو ځایونوکې ترسره کیږي.

حسین څوک دی؟ نومې موسیسه یوه ولسی او خصوصي اداره ده  چې خپله موخه د حضرت امام حسین علیه السلام دسیرت او میراث په باب دخلکو پوهول   اعلانوي . دغه ادارې  خپل فعالیتونه د وینې د ډالۍ کولو او د بې کوره  خلکو لپاره د پناه ځاي تامینولو په چوکاټ کې پیل کړي او سوکه سوکه ئې د اوبو اوخواړو د ویشلو په څير خیر غواړي ډول ډول مرستو په چوکاټ کې  په نورو هیوادونو کې هم  خپل فعالیتونه غزولي دي .

ددغې  ادارې اعلان شوی لرلید  د هغې دنیا لیدنه ده چې د حضرت امام حسین علیه السلام  له ځانګړي شخصیّت او سیرته ئې  الهام اخستی دی...

 https://iqna.ir/fa/news/4080653/برن

captcha