IQNA

نړیواله ټولنه دې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي

17:49 - August 27, 2022
د خبر لمبر: 3486146
نړیواله ټولنه دې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي
ایکنا-(تهران)پاکستان هر کال د موسمي ورښتونو شاهد دی ،خو سږکال د آب وهوا بدلونونو د  ورښتونو اوسیلابونو زیاتیدا په ځان پسې درلودلې ده ،دغه  پیښې هرکال په درست پاکستان کې په زرګونو قربانیان ، مالی او مادي تاوانونه او همداراز په زرګونو هیکټره  مځکې  ویجاړوي .

ایکناخبری آژانس د پار س ټوډې له قوله راپور راکړ د پاکستان د رسمي خبری سرچینووئيلي دي،د  پاکستان په سند،بلوچستان،پنجاب او خیبر پختونخواه صوبو کې په زیاترو سیمو کې له وروستیو څو اونیو راهسې سختو ورښتونو اوسیلابونو  له امله څه دپاسه زر کسان قرباني کړي او په زرګونو نور ټپیان او دغه راز په میلیونونو کډه په سر شوي دي.

پاکستان هر کال د موسمي ورښتونو شاهد دی ،خو سږکال د آب وهوا بدلونونو د  ورښتونو اوسیلابونو زیاتیدا په ځان پسې درلودلې ده ،دغه  پیښې هرکال په درست پاکستان کې په زرګونو قربانیان ، مالی او مادي تاوانونه او همداراز په زرګونو هیکټره  مځکې  ویجاړوي .

وروستي راپورونه ښئ دپاکستان  حکومت ملی بیړنی حالت اعلان کړی او له ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ئې د ورښتونو اوسیلاب له امله د اوښتو تاوانونو او له سیل ځپلو  سره د فوری مرستو  غوښته کړې ده. دغه راز راپور ښئ  د پآکستان پوځ هم د خپل ځواک زیاتره برخه  له سیل ځپلو سره د مرستو لپاره  مامور کړي دي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف  په اسلام اباد کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو په نورو هیوادونو کې د پاکستان دسفیرانو او لوړپوړو ډيپلوماټانو په ګډون سره یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړې چې موخه ئې  په درست هیواد کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د  رامینځةشوو شرائطو توضیح او ارزونه وه .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i120190

 

 

 

captcha