IQNA

17:29 - September 04, 2022
د خبر لمبر: 3486179

د مسلمانانو په ضد له بالیووډه ناسمه استفاده کیږي

ایکنا-(تهران)سرزوري هندوان د هندوستان دمسلمانانو په ضد دخپلو ځيږو اوسپيرو اقداماتو دتوجیه لپاره  ددغه هیواد له رسندویو او فلم جوړونکي صنعت څخه ناوړه استفاده کوي.

د مسلمانانو په ضد له بالیووډه ناسمه استفاده کیږي

ایکناخبری آژانس دعربی ۲۱له قوله راپور راکړ،د امریکاګلوبل ویلیج سپایس خبری سایټ یو راپور خپور کړی دی چې پکې  په هندوستان کې د مذهبی افراط پالو او افراطي ملی پالوخبرې شوي دي ،هغه کسان چې له رسندویو څخه د مسلمانانو او نورو  هندی لږکیو په ضد دخپل  بې توجیه تاؤتریخوالو دتوجیه لپاره د پروپیګنډيز آوزار په توه  استفاده کوي.

دغه ویب سایټ  پخپل راپور کې لیکلي دي، هندوستان د د دروغجنو خبرونواو دجعلی ټيلیویژني چینلونو   د تولید په خاطر مشهور دی او  په تیرو وختونو کې،هندوستان، په کشمیر کې د نښتو په باب ډير زیات فلمونه جوړ کړي دي.

اوس هندی لومړی وزیر نریندرا مودي، له رسندویو او فلمي صنعته،د تبلیغاتي میکانزمونو د یوې برخې په توګه استفاده کوي څو مسلمان لږکي کرکیجن او فسادګر وبریښوي. د بالییووډفلمونو داسې ډير زیات لسټونه شته دی چې په بشپړ ډول د اسلامی ضد او مسیحي ضد روایتونو په اساس جوړ شوي دي .

ددغه راپور په یوې بلې برخې کې راغلی دي چې په دې زمینې کې پيژندل شوی فلم؛کشمیرفایلز؛ نومې فلم دی . دغه فیلم ، د دروغو او دوکې په اساس ، دکشمیر دتاریخ  دخرابولو لپاره د نوي ډیلی  هلې ځلې نندارې ته وړاندې کويڅو د کشمیر دمسلمانانو   په ضد دخپلو وحشي ډوله اقداماتو لپاره څه توجیه وړاندې کړي . په دغه فلم کې مسلمانان د هغو کسانو په توګه  چې هندوان  ئې له کشمیره شړلي دي ، انځوروي.

  https://iqna.ir/fa/news/4082973    

captcha