ایکنا خبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د افغانستان پولیسو ددغه ترهه ګر برید د جزیاتو په باب ووئيل،طالب مامورانو دغه ځان مرګی چې چاودیدونکی جیکټ ئې اغوستی ؤد روسیې د سفارت له دروازو سره دنزدیکیدا په وخت په شیشت کې راوست،البته دا هم وئيل شوي چې د ځان مرګي د حملې په وخت د روسیې دسفارت په وړاندې د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د محصیلینو او عادي خلکو اوږد قطار هم موجود ؤ.
د افغانستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په کابل کې دتره هګرو چاودنو اوبریدونو پيښیدا ښئ چې په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دادعا په اپوټه دغه حکومت نه دی توانیدلی په دغه هیواد کې لازم امنیت ټينګ کړي .افغانستان تل په هرې اونۍ کې له بوږنونکوترهه ګرو چاودنو او بریدونو سره مخامخ دی او په دغو بریدونو کې په سلګونو لمونځ ګوزار ،عادي خلک او ښځې او ماشومان وژل کیږي او بیا هم طالبان وائي چې په دغه هیواد کې د داعش یا نورو ترهه ګرو ډلو هیڅ وجود نشته .