IQNA

په روسیې کې د اسلامی خطي نسخو مستند تولید

12:45 - October 18, 2022
د خبر لمبر: 3486334
 ایکنا-(تهران) د ؛مکتوب میراث؛ په عنوان سره د اسلامی خطي نسخو مستند فلم په ماسکو کې د روسیې د اسلامی مطالعاتود فاؤنډيشن(ابن سینا) په ملاتړ سره کار پیل کړ.

 

 

ایکناخبري آژانس راپور راکړ،دغه فلم د امیرولی نژاد په ډایریکټرئ سره  کار پیل کړی او داسلامی خطي نسخو د هنرد تمدن او خوندیتوب روایت دی .

د روسیې د اسلامی مطالعاتو دبنیاد د اعلان په اساس،ددغه مستند کیسه د ایران زمین دهنرمندانو د خطاطۍ،هنر او د انځور په ژبې سره ،داسلامی خطي نسخو د متحوا، خلق او خلاقیّت ښودنه کوي.

 له دې مخکې د امیر ولی نژاد یو اثر؛ نقطه ؛نومې فلم  د ابن سینا بنیاد په ملاتړ سره په۲۰۱۹کال کې تولید شوی ؤ. دغه فلم په نړیوالو جشنوارو کې د مخاطب له نظره، د تر ټولو غوره اثر په برخې کې د یو شمیر جایزو په ګټلو کې بریالی شوی دی.

د ابن سینا فاؤنډیشن له اسلامی هنر سره د روسیې د استاذانو،محصیلینو او مخاطبانو د بلدتیا په موخې سره تر دې دمه څو آثار په روسي ژبې  چاپ او خپره کړي دي چې له هغو ،په اسلام کې موسیقۍ،غوره وحدت  او پر ایرانۍ خوشخطۍ عاید په څير آثارو ته اشاره کولی شو.

د نقطه او میراث مکتوب مستند فلم برابرول او تولید هم په همدې لړ کې ترسره شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4092126

captcha