ایکناخبري آژانس د الوقت خبری سایټ له قوله راپور راکړ،هندي رسندویو په راپورونو کې وئيليۍ دي وددغه هیواد حکومتی چارواکو ،د اوترپردیش صوبې په سلطان پور ښار کې له هغو هندوانو سره له شخړې وروسته چې د جومات په وړاندې په لوړې موسیقۍ سره ئې جشن لمانځۀ، په لسګونو مسلمانان ونیول.
د ټولنیزو چینلونو کارونکو دهندوانو دجشنونو داسې ویډیوګانې خپرې کړي دي چې په لوړې موسیقۍ سره ئې په هائ هوئ سره دجومات په وړاندې غوبل جوړ کړی دی.
کارکونکو همداراز د دواړو لورو ترمینځ په اخ و ډب کې دټپي شوو مسلمانانو عکسونه او همداراز د جومات ته د اوښتل شوو تاوانونو انځورونه هم خپره کړي دي.
یوه خبریال میرفیصل پخپل ټويټر پاڼې کې لیکلي دي ،ددغې سیمې مسلمانانو له هندوانو وغوښتل چې د موسیقۍ آوازونه دې لږ کم کړي یا له جومات څخه دې لږ لیرې شي، خو دوي ونه منله چې همدغه چاره دنښتې دپيلیدا سبب شوه او ان تر دې چې د آذان په وخت ئې هم په لوړ غږ سره دغې موسیقۍ ته دوام ورکړ او بیا ئې پر مسلمانانو دکاڼو ګوزارونه پیل کړل.
هندی خپرونو او مطبوعاتو هم لیکلي دي ،دا مسلمانانو وو چې هندوانو د آذان په وخت د موسیقۍ غږ کم کړ خو دوي په هندوانو د کاڼو ګوزارونه پیل کړل او نښته ئې پیل کړه .
دبشری حقوقو ادارو هم په یوه راپور کې د هغه څخه دشمیر د زیاتیدا خبر ورکړی ، چې دهندي چارواکو له خوا د په هندوستان کې د مسلمانانو په ضد غیر قانوني سزاګانې بلل شوي دي. ددغه راپور په اساس بي جې پي تر واکمنۍ لاندې صوبو کې خپل سري او غیر قانوني سزاګانې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .