ایکناخبری آژانس له کوالالامپوره راپور راکړد ملایشیا د قرآن کریم د دوه شپیتم سیالیو پرانیسته پرون د افغانستان،الجزایر،ایران،بحرین ،بلیجیم، بوسنی،برونائي،کینیډا،مصر،لبنان،هندوستان،اردن،پاکتسان،بنګله دیش پشمول د ۲۷هیوادونود ۲۹قاریانو په شتون سره دملایشیا دکوالالامپور په KLCC کمپلیکس کې پيل شوې .
د قرآني سیالیو پرانیستونکي دستورې د ملایشیا د چارواکو ،ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د ځينو هیوادونو د سفیرانو اودغه راز د ولولناکو او پرتم لرونکو زیات شمیر خلکو په شتون سره ترسره شوې. د کمپیوټر په وسیله د شوي قرعه کشۍ په اساس،د ایران مسعودنوری د لومړني ګډون کونکي په توګه د تلاؤت په ځاي کې حاضر شو او د آل عمران سورې له ۱۵۶ ایت څخه تر ۱۶۴ پورې دآيتونو تلاؤت ئې وړاندې کړ.د سیالیو له پيلیده څو شیبې مخکې دملایشیائي ښاریزو ډلې ډلې په شوق او ولولې سره په داسې حال کې چې ماشومان،زلمیان،ځوانان سړي اوښځې په ولولې سره په انتظار کې وې او موبایلونه ئې په لاسونو کې وو، هال ته داخل شول او په څوکیو کې کښناستل.
ددغه راپور په اساس، د سیالیو په لومړۍ شپه د مسعود نوري پر تلاؤت سربیره د سریلنکا یوه سړي قاري او د بیلجیّم یوې میرمنې هم د کلام الله مجید د آيتونو تلاؤت وکړ.
په دوام کې د ایران دنماینده او ددغو سیالیو د لومړني قاري مسعود نوری تلاؤت د درستو خلکو غوږونو ته ورسید.