ایکناخبری آژانس دټي آر تي له قوله راپور راکړ،په دغې غوښتې کې چې یوه مسلما وړانډې کړې ده ،له محکمې غوښتل شوی دي چې صوبائي چارواکو ته دې حکم ورکړي، چې د مسلمانانو د ټولې په دې د نفرت خورونې په ضد اقدامات وکړي.
دهندوستان سترې محکمې ددغې غوښتنې په ځواب کې وئيلی دي،دهندوستان سیکولر ماهیّت باید وساتل شي او ددغه هیواد صوبې باید نفرت خورونکي ویناوې ودروي.
تیره اونۍ د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش هم هندوستان ددغه هیواد دبشری حقوقو دمخینې په خاطر رټلی دی . ګوتریش په ممبئ کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، هند د بشری حقوقو د شورادیوه ټاکل شوي غړي په توګه ،د لږکیو ټولنو د غړو په شمول دردستو خلکو دحقوقو د ملاتړ او لوړتیا او د نړۍ دبشري حقوقو ته بڼه ورکولو مسئولیّت لري.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ افراطي بهارتیه جنتا پارتۍ(بی جې پي) او متحدان ئې د اپوزیشن دمشرانو او نیوکونکو له خوا ددغه هیواد د مسلمانانو په ضد د دباؤ او نفرت په اچولو باندې تورن دي،دغه ګوند په سپين سترګیتوب سره دغه ادعا ردوي او وائي ،حکومت د ټولودینونو پیروکارو سره یو شان چلند کوي.
د بشری حقوقو فعالان وائي ،له هغه مهاله چې نریندرا مودي په ۲۰۱۴کال کې په دغه هیواد کې قدرت ترلاسه کړی دی، د دیني لږکیوپه ضد په تیره بیا دهند د دوه سوه میلیوني مسلمانو لږکیو په ضد نفرت خورونکي څرګندونې ،کړول او اذیّت کول په اوڅاره توګه زیات شوي دي.
ددغه فعالانو په وینا،دغه دباؤنه په تیره بیا دهند ترکنټرول لاندې کشمیر کې له هغه وخت راهسې چې د مودی حکومت په ۲۰۱۹کال کې د مسلمانانو د اکثریتی سیمې کورواکي لعوه کړې ،لازیات شوي دي .