ایکناخبری آژانس د لیبیا ابزرور له قوله راپور راکړ،دبنګله دیش خارجه وزیر ابوالکلام عبدالمومن په دغه هیواد کې د لیبیا له سفیر عبدالمطلب سلیمان سره په کتنې کې د لیبیا له چارواکووغوښتل ،دروهینګیائي مسلمانانو او دهغو کسانو د بیرته ستنیدا لپاره دې چې په میانمار ې له راخین صوبې تښتيدلي دي،ددغه هیواد د هلوځلو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په ۲۰۱۷کال کې کابو اوه لکه پنځوس زره روهینګیائی مسلمانان بنګله دیش اونورو هغوځایونو ته چې د پناه غواړو په توګه پکې ژوند کوي تښتیدلي دي. دغه چاره له دې وروسته رامینځةشوي چې د دوي په ضد په میانمار کې د پوځ اوبودائي وسلوالو ډلو له خوا د فرقه پالو تاؤتریخوالو له درندې څپې راپورته شوې.