ایکناخبری آژانس د فرانس پریس له قوله راپور راکړ،دغو پخوانیو اروپائي وزیرانو په هغه پیغام کې چې د فرانسې لومونډ ورځپاڼې خپور کړی ،ووئیل؛ مونږ د وئیلو لپاره بل هیڅ نه لرو،له دې پرته چې ومنو،د فلسطینیانو په ضد د اسرائیلو سیاستونه او اقدامات آپارټائيد جنایت دی.دغه پیغام، د ډنمارک پخوانی خارجه وزیر موګن یکتوفت،د فنلینډ پخواني خارجه وزیر ارکی توومیوجا،د اسلوینیا پخوانی خارجه وزیر ایوو واګل او د فرانسې پخواني خارجه وزیر اوبر ودرین او د انګلستان په خارجه وزارت کې پخوانۍ سلاکارې سعیده وارثي په لاس لاسلیک شوی دی.
دغو پخوانیو اروپائی خارجه وزیرانو د صهیونیسټ رژیم د جرمونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چپتیا په سختو نیوکو سره ټینګارکړی دی، نړیواله ټولنه نه ده توانیدلې له فلسطینیانو سره د شخړې په بهیر کې د اسرائیلو د جدي خلاف ورزیو په وړاندې عملی اقدام وکړي.
د اروپا دغو پخوانیو خارجه وزیرانوټینګار کړی دی،په عین حال کې،مونږ یادونه کوو چې څرنګه زیاتره نړیوالې ټولنې چپتیا غوره کړې اونه دی توانیدلی چې د نړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ او د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د بشری حقوقو له څرګندو خلاف ورزیو سره د اړونده مسئلو په باب له سزاګانو له خوندیتوب سره د مقابلې لپاره کوم اقدام وکړي.
په تیر اپریل میاشت کې هم د بخښنې نړیوالې ادارې ،اسرائيل آپارټائيد بللی او د فلسطینیانو شکنجه او وژله ئې محکومه کړې ده.د بخښنې نړیوالې ادارې او د بشری حقوقو ددفاع ادارې له دې مخکې د هغه آپارټائيد په باب،چې د فلسطینیانو په ضد د اسرائيل نیواکګر رژيم په وسیله ترسره کیږي،دوه جلاجلا راپورونه خپرهّ کړي دي او دا دواړه په نړۍ کې د بشری حقوقو ترټولو لوي نړیوال اورګارنونه دي.