IQNA

   د اروپا پخواني وزیران؛

د فلسطینیانو په ضد داسرائیلو سیاستونه آپارټائيد دي

14:54 - October 30, 2022
د خبر لمبر: 3486389
ایکنا-(تهران) د اروپا پخوانیو خارجه وزیرانو،د فلسطینیانو په ضد د اسرائيلو د نیواکګر رژيم سیاستونه ،؛آپارټآئيډ جنایت ؛وباله.

ایکناخبری آژانس د فرانس پریس له قوله راپور راکړ،دغو پخوانیو اروپائي وزیرانو په هغه پیغام کې چې د فرانسې لومونډ ورځپاڼې خپور کړی ،ووئیل؛ مونږ د وئیلو لپاره بل هیڅ  نه لرو،له دې پرته چې ومنو،د فلسطینیانو په ضد د اسرائیلو سیاستونه او اقدامات آپارټائيد جنایت دی.دغه پیغام، د ډنمارک پخوانی خارجه وزیر موګن یکتوفت،د فنلینډ پخواني خارجه وزیر ارکی توومیوجا،د اسلوینیا پخوانی خارجه وزیر ایوو واګل او د فرانسې پخواني خارجه وزیر  اوبر ودرین او د انګلستان په خارجه وزارت کې پخوانۍ سلاکارې سعیده وارثي  په لاس  لاسلیک شوی دی.

دغو پخوانیو اروپائی خارجه وزیرانو د صهیونیسټ رژیم د جرمونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې په چپتیا په سختو نیوکو سره ټینګارکړی دی، نړیواله ټولنه نه ده توانیدلې له فلسطینیانو سره د شخړې په بهیر کې د اسرائیلو د جدي خلاف ورزیو په وړاندې عملی اقدام وکړي.

د اروپا دغو پخوانیو خارجه وزیرانوټینګار کړی دی،په عین حال کې،مونږ یادونه کوو چې څرنګه زیاتره نړیوالې ټولنې چپتیا غوره کړې اونه دی توانیدلی چې د نړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ او د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د بشری حقوقو له څرګندو خلاف ورزیو سره د اړونده مسئلو په باب له سزاګانو له خوندیتوب سره د مقابلې لپاره  کوم اقدام وکړي.

په تیر اپریل میاشت کې هم د بخښنې نړیوالې ادارې ،اسرائيل آپارټائيد بللی او د فلسطینیانو شکنجه او وژله ئې محکومه کړې ده.د بخښنې نړیوالې ادارې او د بشری حقوقو ددفاع  ادارې له دې مخکې د هغه آپارټائيد په باب،چې د فلسطینیانو په ضد د اسرائيل نیواکګر رژيم په وسیله ترسره کیږي،دوه جلاجلا راپورونه خپرهّ کړي دي او دا دواړه په نړۍ کې د بشری حقوقو ترټولو لوي نړیوال اورګارنونه دي.

https://iqna.ir/fa/news/4095202

captcha