IQNA

په کویت کې له ټولنیزو چینلونو څخه د میرمنو د عکسونو د حذفیدا جنجالی فتوا صادره شوې

14:12 - November 02, 2022
د خبر لمبر: 3486398
ایکنا-(تهران)په سوشل میډیا یا ټولنیزو چینلونو کې حتی د ستر یا ججاب د درلودلو په بڼه کې د ښځو د تصویرونو د خپرولو د جایز نه بللو به باب د کویت یوه وهابی شیخ فتوا،د کویت په ښاریزو کې جنجال راپاورلی دی.

ایکناخبري آژانس د المدینه له قوله راپور راکړ،د کویت یوه وهابی مبلغ عثمان الخمیس په دې باب څرګندونې چې جایزه نه ده ښځه خپل عکس ټولنیزو چینلونو ته ورکړي،حتی که په ستر کې هم وي،ددغه هیواد د په خلکو اوفعالانو کې ستر جنجال رابارولی دی .

په عین حال کې  د الازهر یو عالم ټينګار کړی دی چې دغه فتوا یوازې د شخصي سلیقې او ګروهنې په اساس ده و له دین سره هیڅ ارتباط نه لري.

دکویت وهابی شیخ د کویت له المجلس  چینل سره په خپلو اونیزو خبرو کې فتوا وکړې ده چې ؛ښځې حق نه لری خپل تصویرونه حتی که ویښتان ئې پټ هم وي ،په ټولنیزو چینلونو کې خپره کړي.

االخمیس ووئيل ، جایزه نه ده چې یوه ښځه خپل عکس په ټویئټر  او اینستاګرام کې  اپلوډ کړي.

د کویت ددغه واعظ څرګندونو په ټولنیزو چینلونو کې جنجال راپورتهع کړی دی او په ټوئيټر کې د ؛عثمان الخمیس؛ هشتګ خپور شوی او  ددغې فتوا د موافقو اومخالفو له خوا ډير نظرونه ئې په ځان پسې درلودلي دي.

په عین حال کې د الازهر پوهنتون د قارن فقې  استاد شیخ سعد الهلالي  په کویت کې د دغه رامینځةشوي جنجال په باب په څرګندونو سره ووئيلد کویت  دمفتی او دنورو څرګندونې د شخصي اجتهاد یو باب دی او له دین سره هیڅ ربط نه لري.الهلالي  دې ته په اشارې سره چې  د قرآن له هیڅ یوه آیت او حدیث له خوا د دغه ډول فتواګانو پشتیباني نه کیږي ووئيل؛ ددغه شان فتواګانو  د صادرولو لپاره له کومو سندونو استفاده کیږي. باید ووئيل شي چې  په دې کې له شخصي غوښتې و ګروهنې پرته بل هیڅ سند نشته.

https://iqna.ir/fa/news/4095842

captcha