IQNA

په انډونیشیا کې  د مد په اونۍ کې د اسلامی قالیو ننداره(انځوریز راپور)

14:18 - November 02, 2022
د خبر لمبر: 3486399
ایکنا-(تهران) د انډونیشیا په پلازمینې جکارتا کې د مد  په اونۍ کې د سترمنو میرمنو  دمناسبو او مجلسی قالیو  ننداره وړاندې شوې ده.

ایکناخبری اژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، په دغې جشنوارې کې د ډيرو جامو  پلانونکو  او هیوادونو ګډون کړی او د پنځم ځل لپاره د انډونیشیا د مد اونۍ  په دې زمینې کې په ترټولو سترې پيښې بدله شوې ده.

په انډونیشا کې د جامو او قالیو پلانونکي د انډونیشیائي هویّت په تیره بیا د پرده دارو لیاسونو د ښودلو لپاره په پلانونو پسې دي په دغه هیواد کې د مد په اونۍ کې  لازیات قالی  په ډیرو ساده  ترکیبونو سره  او په نارنجي،زیّړو، شنو اوخړو رنګونو سره د ۲۰۲۳کال د ژمني د قالیو د مد ښودنه وه.

داپه داسې حال کې دي چې په انډونیشیا کې د اسلامی لباسونو شو کال په کال  لا زیات مشهوریږي او خپل مقام ئې ترلاسه کړی دی  اوله ډیرو حکومتي او ټولنیزو ملاتړونو برخمن  شوې ده څو  د سنتونو او دودونو په عین  ساتنې کې ،دغه هیواد د  انډوینشیائي  لباسونو د مد په صنعتي مرکز ا و بدل شي او له چین ،هند او ترکیې سره سیالۍ وکړي.

دغه هیواد همداراز  د اسلامی قالیو د هغو درو هیوادونو صادرونکی دی چې په ماډرنو او نوو رنګونو سټایلونو او پلانونو  او بڼو سره د ستر یا حجاب  ساتل ئې تر ټولو مهمه ځانګړنه ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4095813  

captcha