IQNA

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای او سلګونو زده کونکی

وروستۍ پيښې واټيزې بلواوې نه ،بلکې ترکیبی جنګ ؤ،خو ملت دښن واقعا ناکام کړ

16:23 - November 02, 2022
د خبر لمبر: 3486402
ایکنا-(تهران)داسلامی انقلاب ستر لارښودحضرت آيت الله خامنه ايد سلګونو زده کونکو په ټول کې ، د لړم یا عقرب د میاشتې دیارلسمه نیټهو امریکا د شرارتونو تجسم او دهغو د مغلوب کیدا   امکان او تاوان مونده وبلله او د ایران دملت لپاره ئې په زړه سواندئ کې د امریکا بې شرمه اوسپيرو دروغو ته په اشارې سره ووئيل، په وروستیو څو اونیو ترکیبی جنګ کې امریکا،صهیونیسټي رژيم او څو موذي اروپائي قدرتونو او ځينو ډلګیو خپل درست امکانات  د ایران ملت ته دګوزار د ورکولو لپاره  راډګر ته کړل،خو  د ایران میړني ملت  د بدغواړو پر خوله سوک وواهۀ او دوي ئې ناکام کړل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې یعنې د لړم د دیارلسمې نیټې په درشل کښې دغه نیټه د امریکا د شرارتونو او د هغې د کمزورۍ او د مغلوب والي د امکان تجسم وباله او وې ویل: امریکایان او امریکايي ګروهنه له دې مهمې ورځې او د هغې له وحدت بخښونکو او د یوزړه توب له تجمعاتو په قهر کیږي ځکه چې دا وځ هم د امریکې د شرارتونو تجسم دی او هم یې کمزوري او د مغلوب کیدو امکان ثابتوي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د ایران له ولسه د ملاتړ په هکله د امریکايي سیاستوالانو وروستۍ څرګندونې د بې شرمۍ او ریاکارۍ اوج وباله او وې ویل: د ایټمي پوهانو له قاتلانو یعنې صهیونیسټانو مو ملاتړ اعلان کړ او په امریکې او نورو هیوادونو کښې د ایران د ولس د میلیارډونو ډالرو په نیولو سره مو د ایران ولس د ستونزو د کمولو لپاره له خپلو شتمنیو له استفادې بې برخې کړ.

دوي زیاته کړه: په ډیرو ایراني ضده پيښو کښې هم ستاسو د پښې پل څرګند دی خو تاسو په پوره سپین سترګیتوب سره تش دروغ وايئ او ادعا کوئ چې د ایران د ولس زړه سواندي یئ البته د ایران ولس ستاسو دغه ډول ډیرو دښمنیو ته ماتې ورکړې ده.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي یوځل بیا د پرونۍ امریکې او نننۍ امریکې ترمینځ یو فرق، د دغه هیواد د مخ په زوال بهیر په هکله د دنیا د ډیرو سیاسي شناندو د نظر یووالی وباله او زیاته یې کړه: د دغه څرګنده زوال نښې له اقتصادي، اجتماعي او اخلاقي برخو واخلې د امریکې دننه تر خونړیو اختلافاتو پورې زمینو کښې لیدل کیدې شي.

دوي ټینګار وکړ: د دغو محاسباتي تیروتنو یوه نمونه د طالبانو د مونډ ایستلو لپاهر په افغانستان باندې شل کاله مخکښې د امریکې حمله ده چې له ډیرو جنایتونو او وژلو سره مل وه خو پس له شلو کلونو په مسائلو باندې په صحې نه پوهیدو په وجه له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوه او دغه هیواد یې طالبانو ته وسپاره.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په عراق باندې د امریکې حمله او د خپلې خوښې اهدافو ته په رسیدو کښې یې ناکامي د امریکایانو د محاسباتي غلطۍ یوه بله بیلګه وبلله.

معظم رهبر په ایران کښې د وروستیو څو اونیو په بلواؤ کښې د امریکې ښکاره رول ته په اشارې سره زیاته کړه: د غلبلیو په هکله د هیواد د اطلاعاتو د وزارات او د سپاه د اطلاعاتو د ادارې ګډې خبرپاڼې داسې معلومات او کشفیات درلودل چې ښودنه کوي دښمن د تهران او د ایران د نورو سترو او وړو ښارونو لپاره پلاننګ او طراحي درلودله.

دوي د شاهچراغ پیښه او هلته د خلکو او ماشومانو وژله یو ستر جنایت وباله او ویې فرمایل: د دغو جنایتونو عاملان باید معلوم شي او په دې جنایتونو کښې چې د هر کس ملګرتیا او لاس لرل ثابت شي هغه ته به خامخا سزا ورکړې شي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغو جنایتونو په وړاندې د بشري حقوقو د مدعیانو چپتیا ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغو مدعیانو ولې د شیراز پيښه ونه غندله او ولې یوه دروغ پیښه په زرګونو ځله په انټرنیټ کښې تکراروي؟

https://iqna.ir/fa/news/4096407/%D8%A7  

captcha