ایکناخبري آژآنس د فرانس پریس له قوله راپور راکړ،د مالی په لسګونو زره خلکود لړم د میاشتې په دیارلسمه جمعې ورځې د اسلام او قرآن په ضد د کفریه عبارتونو لرونکی ویډیو د خپرولو په محکومیّت کې ستره مظاهره وکړه.
دغه مظاهرې د مالی د لوړې اسلامی شورا او د دغه یهواد په اسلامی تحریک په همت سره،د مالی هیواد په پلازمینې باماکو کې په استقلال سړک کې ترسره شوې.
په مالي کې یوه غوره مسلمان عالم او د جماعت امام شیخ عبدالله فدګار له فرانس پریس آژانس سره په خبرو کې ووئيل،هغه څه چې رامینځة شوي نه بخښونکي دي.چا چې دغه خبرې کړي دي ،باید ونیول او محاکمه شي.
د مالی دپلازمینې پولیسو مظاهره چیان په لسګونو زره بللي دي،البته ددغو مظاهرو منظمونکو ټينګار کړی دی چې په دغې مظاهرې کې څه ډ پاسه یو میلیون خلکو ګډون درلود.
ددغې مظاهرې ترڅنګ یوه څلویښت کلن هابی دیالو چې په باماکو کې د یوې قرآني مدرسې معلم دی،فرانس پریس خبری آژانس ته ووئيل، مونږ ددینونو ترمینځ دخبرواترو غوښتونکي یوو او دا چې هر یو باید د بل دین ته داحترام په سترګه وګوري.
داپه داسې حال کې دي چې په باماکو کې د عمومي لوئې څارنوالۍ دفتر فرانس پریس آژانس ته ووئیل چې د یوه لیکوال پشمول شپږ تنه ئې هغه دیني سپکاوي په دلیل چې په عمومی نظم کې د خار پار سبب کیدلی شيۍ، په موقته توګه زنداني کړي دي.