IQNA

د امریکا د کانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کې دوې مسلمانې میرنې هم بریالۍ شوې

12:20 - November 10, 2022
د خبر لمبر: 3486436
ایکنا-(تهران)د امریکا د کانګرس دوې مسلمانې استازې میرمن ایلهان عمر او رشیده طیب یوځل بیا د کانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کې بریالئ شوي دي.

ایکنا خبری آژانس د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ، د امریکا یوه ډیموکراټيکه سومالیه توکمه سیاستواله میرمن ایلهان عمر،یوځل بیا د مینا سوټا له حوزې د کانګرس استازې غوره شوه.میرمن عمر خپل جمهوری غواړي سیال سیسلی ډیویس ته ماته ورکړه.هغې ددرې اتیا فیصدي رایو په شمیرلو کې  کابو اوه اویا فیصدي رائې ګټلي دي.میرمن عمر په یولړ څرګندونو کې ووئيل د  خپل بهرني سیاست په دریم پړاؤ کې به په خپل لومړیتوب کې د ژواک چاپیریال، کارروزګار او هستوګنې مسئلې راولي.

د امریکا د مسلمانانو ترټولولوي تنظیم (سي اې آئي آر) تیرکال د متحده ایالاتو په کانګرس کې د ایلهان عمرد فعالیتونو په دلیل په تیره بیا د کانګرس له اسلام ضده استازې لورن بوبرټ سره دهغې وروستیو اختلافاتو ته په پام سره،د مسلمانانو د کال د خادمې جایزه هم ډالۍ کړې ده.

 هغه لومړني سترمنه میرمن، لومړني پناه غواړي په توګه او له رشیده طیب سره یوځاي د امریکا د متحده ایالاتو دکانګرس مسلمانه میرمنه استازې ده .

همداراز د کانګرس  فلسطینی توکمه  میرمن رشیده طیب  هم یوه ځل بیا د میشګن ایالتي انتخاباتو کې په پریکنده توګه بریالۍ شوې ده.هغه هم د امریکا د کانګرس لومړنۍ فلسطیني توکمه  استازې او د فلسطینیانو دحقوقو یوه تکړه ملاتړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4098225/%

captcha