ایکناخبری آژانس د الرجل له قوله راپور راکړ،د آسټریا د ؛انلیپریس اینډ انتکوریّټ فورم؛نومې خپروندوئې د شارجې د کتاب په څلویښتم نړیوال نندارتون کې ډير کم لیدونکي،پخواني تاریخي اوخطي نسخې او سندونه چې ځیني ئې له عربی ژبې ژباړل شوي دي،دعاموخلکو نندارې ته وړاندې کړي دي.
په شارجې کې ددغه خپروندوئي شرکت ددفتر مدیر یوسف التمیمی د اماراتو خبری آژانس ته ووئيل،دغه شرکت چې په ۱۸۸۳کال کې تاسیس شوی ،څلویښت زره کتابونه،کم پيداکیدونکي خطي نسخې او هنري نقاشیانې لري او په درستې نړۍ کې ډیرې څانګې هم لري چې په هغو کې یوه د متحده عربی اماراتو په شارجې کې ده.
التمیمي زیاته کړې ده،د قرآن کریم یوه هغه ترټولو ورکوټي نسخه چې په غبار خط سره لیکل شوې ده،ددغې خپروندوئې یا نشریاتو له خوا نندارې ته وړاندې شوې ده چې مخینه ئې اتلسمې میلادي پيړۍ ته ورګرځي او قیمت او بیّه ئې هم پنځه دیرش زره یوو اټکل شوې ده.