IQNA

د اماراتو به جوماتونو کې له کرونائي محدودیتونو پرته د جماعت لمونځونه اقامه شول

16:41 - November 10, 2022
د خبر لمبر: 3486441
ایکنا-(تهران)په متحده عربی اماراتو کې  دکرونائي بحران له پیلیدا وخت راهسې د لومړي ځل لپاره،ددغه هیواد  جوماتونو  له روغتیائي پروټوکولونو پرته  د جَمې لمونځ قایمول پیل کړل.

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ،متحده عربی اماراتو د ۲۰۲۰کال  د مارچ له شپارسمې نیټې څخه د کرونا د خوریدا د مخنیوی لپاره ډير سخت اقدامات پيل کړي وو. ددغې خوریدونکی ناروغۍ  په وړاندې د خوندیتوب  په خاطر،په درست هیواد کې جوماتونه  پر لمونځ ګوزارو وتړل شول،البته اوس له دوو کلونو وروسته دغه بهیر بیرته بدل شوی دی.

د اماراتو د د بحران او طبیعي پیښو د ملی ادارې یوه مسئول مقام سیف الظهري  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د درستو جوماتونو او مذهبی ځایونو پشمول په ټولو بندو اوپرانیستو ځایونو کې د کوویډ نولس ډوله ناروغۍ ددرستو محدودیّتونو  او د ماسکو اچولو پروټوکولونو لغوه کیدا  مو اعلان کړې ده. 

د جمیره دجماعت امام  هم ووئیل،دغه  اقدام ډير  خوښ دی او جومات همدااوس له کرونائي بحرانه دمخکې شپو ورځو په څير پرانیستی دی. به جوماتون کې به له دې وروسته فردي او جماعت لمونځ ادا کولو لپاره هیڅ پابندي نه وي او د لمونځ ګوزارو په خدمت کې به وي. او همداراز وروستي اطلاعات ښئ چې په درست اماراتو کې د  جوماتونو خادمانو او دجماعت امامانو د پروټوکولونو ل رعایتولو څخه په ډاډمنیدا سره دجماعت لمونځونه  ادا کول پیل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4098104/%D

captcha