IQNA

په کینیډا کې د حضرت امام حسین(ع)د قیام په باب نوی کتاب خپور شو

7:38 - November 19, 2022
د خبر لمبر: 3486476
ایکنا-(تهران) د انساني علومو په حوزې کې یوې فعالې موسیسې د کربلا د واقعې او د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د فلسفې په موضوع صره  یو کتاب خپور کړ.

ایکنا خبری آژانس د شفقنا له قوله راپور راکړ، ؛آکاډمیا؛ نړیوالې موسیسې  چې دڅيړنیزو،عملی  او انسان دوستۍ د نشریاتو په خپرونې کې فعالیتونه کوي، د کربلا د پيښې په باب ئې یو تخصصي کتاب خپور کړی چې د کینیډا د مک مستر پوهنتون د استاد لیاقت تکیم له خوا لیکل شوی دی.

دغه موسیسې د کتاب د معرفي په پیل کې د ؛کربلا احیاء؛ په عنوان سره لیکنه کړې ده، په داسې شرائطو  چې زیاتره مطالعې  د کربلا له حماسې او حضرت محمد (ص) د لمسی له شهادت او د حضرت امام حسین علیه السلام  دسرښيندنې له نتیجو سره  اړونده وې ، مطالعاتو په یوه بل ډول  مختلفو دستورو ته مخه کړې ده چې ددغې واقعې د احیاء او درنښت په باب دي.

د کتاب په خاصو ټکو  یا لب لباب کې روښانه شوې ده چې دغه کتاب  د جنوبي آسیا پر کلتوري او ادبی ډګر باندې د کربلا د پښې اغیزو ته پوښښ ورکوي.

 د کینیډا د مک مسټر پوهنتون داسلامی معارفو استاد پروفیسر لیاقت تکیم ،د روان کال په وروستیو کې د اربعین دزیارت په شپږم نړیوال علمی سمینار کې  چې د حسینی عبته حرم  دمطالعاتو اوڅيړنو دمرکز له خوا ترسره شو، ګډون کړی ؤ.

 هغه په دغه کنفرانس کې د حسینی اربعین د احیاء دتاریخي مخینې په باب یوه مقاله هم وړاندې کړې وه.

https://iqna.ir/fa/news/4100523/%D8%A

captcha