IQNA

په کویت کې په مختلفو ژبو ژباړل شوي قراني تفسیرونه ویشل شوي

7:30 - November 22, 2022
د خبر لمبر: 3486490
ایکنا-(تهران)په کویت کې ؛الکنادره ؛خیریه فاؤنډيشن په دغه هیواد کې په دیره غیر عرب ژبو خلکو کې په مختلفو ژبو د قرآن کریم  د تفسیروننو د ویشلو خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د النبا له قوله  راپورراکړ،د الکنادره خیریه فاؤنډيشن د اداري شورا مشر ابراهیم محمد حسن الکندري  په دې باب ووئيل، هیله مندیوو چې دغه پلان، د قرآن کریم،اسلام و مسلمانانو  دخدمت په لاره کې خیر و برکت شي.

هغه زیاته کړه ، همداراز هیله مندیوو چې  خداوندمتعال مونږ په دینی اودنیاوي چارو کې کامیبا کړي  او مسلمانان وتوانیږي له دغه پلانه استفاده وکړي او د قرآن په معنو کې تدّبر وکړي.

الکندري ووئيل، دغه پروګرام  د اسلام او مسلمانانو  په خدمت کې د الکادره خیریه بنیاد  اهتمام  دی او قرآن ته دمونږ دغیر عربو مسلمانو وروڼو د اړتیا زیاتیدا او دغه راز د دوي په ژبو د قرآني مفاهیمو ترجمې ضرورت ته په پام سره دا  اهتمام  شوی دی. هغه په دوام کې ووئيل ددغه پلان په چوکاټ کې تردې په کویت کې په دیره غیرعربو خلکو اوکورنیو کې  د قرآن  د تفسیر کابو زر ټوکه  ویشل شوي دي. الکندري  همداراز ووئيل، دکویت د اوقافو سکرټریټ د خیریه له فعالیتونو او پلانونو څخه په ملاتړ کې مهم رول لري او  د خیریه له چارو په ملاتړ او په دوام کې ئې ډيره مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4101188/%D

captcha