IQNA

د نړیوال جام زیاتره نندارچیانو د فلسطین په یاد کې پر مټونو بازو بند لګولي(فلم)

16:08 - November 23, 2022
د خبر لمبر: 3486497
 ایکنا-(تهران)د قطر د یوه ښاریز له خوا د هغو بازو بندونو یا پټَیو په ویشلو کې اقدام چې له فلسطین سره اړونده آرم پرې جوړ شوی دی ،په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډير  انعکاس درلودلی دی.

ایکنا خبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،په نړیوال  جام په پیلیدا سره د دوحې په سړکونوکې په پلویانو کې د قطر یوه ځوان په وسیله  له فلسطین سره د اړونده  په آرم مشتملو پټَیو د ویشلو په باب یوه ویډیو په سوشل میډیا او درستو ټولنیزو چینلونو کې پراخ انعکاس لري او دا بهیر هماغه راز دوام لري.

د ټویټر ډيرو کارونکو هم په قطرکې د نړیوال جام د وروستیو حالاتو په اړه مختلفې ویډیوګانې او انځرونه شئیر کړي دی چې په زیاترو کې دفلسطین د آرم په اړه بازو بندونو ویډیوئي کلیپونه چلیږي.

  یوه خبریال عماد ابوشاویش،د قطر له ښاریزو یو کلیب خپور کړی چې په دوحې کې په لوسیل بولیوار سړک کې د فلسطین بیرغ ئې پر خپلو اوږو کیښودلی دی.

د غزې د بیا رغونې لپاره د قطر کمیټې په غزې او رام الله  ښارونوکې  په څوکیو او سترو سکرینو سره سنبال دوه ستر هالونه جوړ کړي دي،څو ددغو سیمو اوسیونکي  دنړیوال جام پرانیستونکي دستورې چې په البیت سټيډيم کې ترسره شوي ،ولیدئ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4101413

captcha