IQNA

په اسلامی نړۍ کې د قرآن د اجتماعي تفیسر دوهم نړیوال سمینار ترسره کیږي

6:54 - November 29, 2022
د خبر لمبر: 3486524
ایکنا-(تهران)د اسلامی نړۍ قران د اجتماعي تفسیر دوهم نړیوال کنفرانس د اسلامی فرهنګ او قرآني مطالعاتو د ایرانئ ټولنې له خوا په کب یا هوت (اسفند)میاشتې کې ترسره کیږي.

په اسلامی نړۍ  کې د قران د اجتماعي تفسیر د دوهم  نړیوال کنفرانس اجرائي منشي میرمن مرضیه محصص ایکنا خبری آژانس ته ووئيل،ددغه کنفرانس دوهه پړاؤ به د اسلامی کلتور او مطالعاتو ایرانئ ټولنې له خوا ترسره شي .

میرمن مخصص زیاته کړې دغه سمینار له ډير وخت مخکې راهسې دپوهنتون او حوزې له استاذانو او دنظر خاوندانو څخه د مقالو ورلیږلو غوښته کړې ده او ددغو مقالو د عنوانونو دورلیږلو نیټه هم د روان کال د جنورۍتر مینځیو پورې وه اود اصل مقالو د لیږلو نیټه هم د سلواغې دیرشمه نیټه اعلان شوې ده.

هغې ددې خبرې په کولو سره چې سمینار د کب یا هوت د میاشتې په شلمه نیټه ترسره شی،ووئيل؛ګروهمن کسان دخپلو مقالو عنوانونه او اصلي مقالې په  secondsocialinterpreation@gmail.com ایمیل باندې رالیږلی شي.

په اسلامی نړۍ کې د  قرآن د اجتماعي تفسیر د دوهم نړیوال سمینار اجرائي منشي روښانه کړې ده،د رهبرۍ د سترمقام په آثارو کې اجتماعي تفسیر،د امام خمینی په آثارو کې اجتماعي تفسیر،د اسلامی امت وحدت او په وړاندې ئې چیلنجوه، دین او د کارندوالی موضوع،د قرآني تعلیماتو په سیوري کې د اسلامی نړۍ راتلونکی، میرمن او اجتماعي مسئولیت  دده سمینار چورلیزي موضوعګانې دي.

میرمن مخصص دغه راز زیاته کړې ده،په دغه نړیوال سمینار کې د تهران پوهنتون، دشهید بهشتی پوهنتون،د انساني علومواو کلتوری مطاعلاتو څيړنیز مرکز،د علامه طباطبائي پوهنتون او پيام نور پوهنتون ګډون کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4102950/%D

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha