ایکناخبری آژانس دډیلی صباح له قوله راپور راکړ، د ترکیې د ټولو فاؤنديشنونو عمومي ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، چې د استنانبول د آبی جومات د مرمت کار د پروګرام په اساس دوام لري او ددغه جومات د څلور سوه کلنو دروازو کار تقریبا پای ته رسیدلی دی.
د ترکیې د فاؤنډيشنز دعمومی ادارې مشر برهان ارسوی په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دجومات څلورسوه کلنې پخوانۍ دروازې هم مرمت شوي دی. ارسوي ددروازو په پاسنیو برخو کې د کتیبو شتون ته په اشارې سره ووئيل،د دروازې کین پلوه ته ؛ یامحمد بشر المومنین ؛ او ښي پلوه ته هم ؛نصرمن الله وفتح قریب ؛ لیکل شوی دی. ارسوي ټينګار وکړ، په شپږو مینارو سره دیوه جومات په توګه ددغې ټولګې مرمت په دقت سره دوام لري،مونږ به د ۲۰۲۳کال په لومړنیو درو میاشتو کې د دروازو د ښکلا او مرمت کولو کار په خاص توګه بشبړ کړو.
آبی جومات ډيرې مختلفې ځانګړنې لري چې دا له نورو جوماتونو جلا کوي. دا جومات د شپږو مینارو لرونکی لومړنی جومات دی .