ایکناخبری آژانس د آناتولی له قوله راپور راکړ،ددغه جومات مسئولانو وئيلی دي ،دقرآن کریم دغه نسخه چې تاوان ورته رسول شوی،دتیرې جمهې په ورځې په سټاکهم کې دیوه جومات له دروازې سره نزدې پيدا شوی دی.
د سټاکهم دجومات له خوا نندارې ته وړاندې شوي تصویرونه دغه مصحف ښئ چې په ځنځیر کې تړل شوی او له جوماته بهر له وسپنې جنګلې ځوړند شوی دی. د سټاکهم جومات په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې دغه جومات او زیاتره غړي ئې هم ګواښل کیږي.
دغه جومات له دې مخکې هم له اسلامه د ویرونې د پروسې په دوام کې له حملو سره مخ ؤ. په هغو کې د اسلام ضده لیکنې او بد رد وئيل شامل دي چې د جومات په دروازو او دیوالونو لیکل شوي وو.
په وروستیو کلونو کې په سویډ کې د قرآن سوځولو ، پر جوماتونو د حمکلو او د مسلمانانو د هدیرو سپکاوي په اوڅاره توګه زیات شوي دي .
در سالهای اخیر اتفاقات مرتبط با اسلامهراسی از جمله سوزاندن قرآن، حمله به مساجد و آرامستانهای مسلمانان در سوئد افزایش یافته است.