IQNA

د مراکش د فټپال ملی ټیم نندارچیانو یو ځل بیا د فلسطین ملاتړ وکړ

13:44 - December 12, 2022
د خبر لمبر: 3486584
ایکنا-(تهران)دمراکش نندارچیانو چې  دپرتګال په مقابل کې ئې د قطر دنړیوال جام په سیالیو کې د پرتګال په وړاندې د فټبال ملی ټيم په بریالیتوب سره نیمه پاي لوبو ته ورسید،یو ځل بیا ئې د فلسطین له آرمانه پر خپل بشپړ ملاتړ ټينګار وکړ او د فلسطین بیرغ ئې ورپوۀ.

ایکناخبری آژانس د فلسطین  د الیوم چینل  له قوله راپور راکړ،د مراکش د فټبال ملی ټیم پلویانو چې بیګا ئې  دفټپال ملی ټيم د قطر نړیوال جام نیمه پاي لوبو ته ورسید او په یوه ګول سره ئې دپرتګال فټبال ملی ټیم ته له سختې مقابلې وروسته ماته و رکړه،له لوبې وروسته په هماغه سټيډيزم کې غونډ شول  او د فلسطین دبیرغ په بیا رپولو سره ئې ټينګار وکړ چې  دفلسطین موضوع ئې له یاده نه ده وتلې.

د مراکش د فټبال ټیم پلویانو د قطر په مینځ کې د،؛ فلسطین ،فلسطین  چغې پورته کړې او د فلسطین بیرغ ئې هم ورپوۀ.

دمراکش فټبال ملی ټیم دمسلمانانو دیویازیني نماینده ټيم په توګه  د قطر نړیوال جام نیمه پاي لوبو ته ځان ورسوۀ او راتلونکي لوبه به ئې دفرانسې د فټپال ملي ټیم سره وي، چې ان شاالله فرانسې ته به همدغه شان ماته ورکړي. البته اوس هم د نړۍ د څلورو غوره ټيمونو برخه شوی دی.

 دفلسطین د فټبال ملی ټیم که څه هم په نړیوال جام کې د حاضرو ۳۲ټیمونو  برخه  نه ده ،خو ددغه هیواد له ولسه ملاتړ ددغو نړیوالو سیالیو په یوې ځانګړي پيښې بدل شوی دی .

په دې اړه یو لنډ شان ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4105986

captcha