IQNA

په بیلجیم کې د اسلام ضده پروسې په زیاتیدا د ترکیې خارجه وزیر سخته نیوکه وکړه

6:56 - December 17, 2022
د خبر لمبر: 3486610
ایکنا-(تهران)د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو د بیلجیم له خارحه وزیرې  سره په کتنې کې په دغه هیواد کې د اسلام ضده پروسې  او په جوماتونو د حملو په زیاتیدا سخت اعتراض او نیوکه وکړه.

ایکنا خبری آژانس د ترک پریس له قوله رآپور راکړ، د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو د بیلجیم له خارجه وزیرې حاجا لحبیب سره په کتنې کې په دغه هیواد کې د اسلام په ضد د فعالیتونو او  پر مسلمانانو اوجوماتونو دیرغلونو په زیاتیدا سخته اندیښنه وښودله او او د بیلجیم دچارواکو له خوا ئې دمخه نیونکو اقداماتو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې په انقرې کې د ترکیې او بیلجیم د خارجه وزیرانو له کتنې وروسته ددوي په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وشوې .  چاوش اوغلو په دغې کتنې کې په بیلجیم کې د پي کې کې د وګړو په شتون هم نیوکې وکړې او له ترهه ګرۍ سره ددې بلا په هرې بڼې  او له کوم پلویتوب پرته د مبارزې غوښته وکړه.

چاوش اوغلو په اروپا کې د له اسلامه د ویرولو او د توکمپالنې  ودې ته هم اشاره وکړه او وې وئيل، دمونږ ښاریز هم چې په بیلجیم کې ژوند کوي،له اسلام د ویرونې او توکمپالنې له چارو اغیزمن شوي دي اومونږ نن په خپلې ناستې کې پر دغې موضوع بحث وکړ او تمه لرو د بیلجیم  حکومت د مونږ دښآریزو پشمول په مسلمانانو او جوماتونو باندې له حملو سره د مقابلې لپاره جدي  تدبیرونه غوره کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4107398/%D8%  

captcha