ایکنا-(تهران)د افغانستان د ټول ګټو وزارت ویندوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل دغه ددغه هیواد په شمال کې په سالنګ ټونل کې بیګا ستر اورلګیدلی چې له امله ئې کابو دیرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په شمال کې په سالنګ ټونل کې د اور د لګیدو له امله دځينو خبری سرچینو په قول نهه کسان وژل شوي او کابو دیرش نور ټپیان شوي دي،البته ځينی سرچینې وائي چې یو کس پکې وژل شوی او کابو پنځه ویشت نور پکې ټپیان شوي دي.په دې اړه د افغانستان له ننګرهاره د تهران ریډیو پښتو خپرونې د خبریال راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.