IQNA

قرآني سورې/50

په ؛ق؛ سورې کې د معاد انکارکونکو ته کلک ځواب

6:43 - December 25, 2022
د خبر لمبر: 3486649
ایکنا-(تهران) معاد یا له مرګه وروسته ژوند،یوه هغه موضوع ده چې په دیني تعلیماتو کې ورته ډير پام او ورباندې ډير ټينګار شوی دی.قاف سوره یوه هغه قرآنی سوره ده چې هغو کسانو ته په اشارې سره چې ژوند ئې په همدې دنیا کې محدود ګڼلی دی ،انکار کونکو ته ځواب ورکوي.

د قرآن کریم پنځوسمه سوره؛قاف ؛نومیږي. دغه سوره په ۴۵آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۶سپارې کې واقع ده.؛قاف ؛ سوره چې یوه مکي  او څلوردیرشمه سوره ده چې پرپیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

دغه سوره ؛قاف په دې خاطر نومول شوې ده چې په ؛قاف ؛ټکي سره پيل شوې ده.معاد او د مردګانو د بیان ژوندي کیدا څخه د کافرانو حیرانتیا،نبوت،توحید، او الهي قدرت ددغې سورې ځينی موضوعګانې دي.

دغه سوره د اسلام د بلنې موضوع بیانوي او هغه څه ته چې په دغې بلنې کې ورته اشاره شوې ده ،یعني معاد او  له معاد نه د مشرکانو انکار او هغه حیرانتیا  او تعجب ته چې مشرکانو  انسان له مرګ څخه  او د بیرته ژندي کیدا او دانسان له مرګ وروسته ژوند لری ،توجه کوي.په دوام کې د هغوي شکونو او حیرانتیاؤ ته ځواب ورکوي، هغه مهال دوی ګواښي چې که دهدایت لاره ونه مني ڼو هلاک کیږي.

له دې وروسته د آسمانونو دخلقت د ښودلو او په بې حرکته ستورو ئې ښکلا او د مځکې اوریښه لرونکو غرونو پراختیا ،د نر او ماده بوټو پنځیدا، له آسمانونو د اوبو (ورښتونو)لیږل او د بندګانو د روزۍ تامینول او په اوبو ،علم او دخداوند متعال په قدرت سره پر مځکې د دوي ژوندي کیدا ثابتوي.

 په دغې پلمې د انسان د هغه ژوند حال بیانولو ته مخه کوي ،هغه لومړنۍ ورځ چې وپنځول شو او تر څو ژوندی دی ، ډير زیات او دقیق خیال ئې ساتل کیږی، ټوله هغه ټکي او خبې چې پخپلې  خولې ئې کوي،  او ټوله هغه خاطرې چې په ذهن کې راځي او هغه وسوسې چې  د هغه د نفس له لارې ترسره کیږي،ثبت شوي دي. هغه مهال له دې وروسته چې سړی  له هغو سره څرنګه معامله کوي او د حساب کتاب د ورکولولپاره  له ژوندي کیدا وروسته،هماغه شان ئې خیال ساتل کیږي،تردې چې  د هغه ددیناوي کارونو محاسبه  کیږی. په دغه شان بڼه کې  یا دروغ بلونکی دی او د جهنم په لور ځي او یا یو پرهیزګار دی او دجنن په لور ځي.

captcha