IQNA

د حجاب یا ستر په نړیوالې ورځې ددرستومیرمنو د سکارف یا ستر کولو کمپاین

7:21 - December 25, 2022
د خبر لمبر: 3486650
 ایکنا-(تهران)د حجاب یا ستر دنړیوالې ورځې ادارې د نړۍ له درستو میرمنو له دې ورتیر چې دکوم دین پيروکارې دي، غوښتي ،څود فرورۍ په لومړۍ نیټه دې ، دمیرمنو په ضد له توپير سرهدمبارزې او له مسلمانو میرمنو سره د پيوستون لپاره  تر یوې ورخې پورې ستر  او حجاب واچوي او سترمنې دې شي.

ایکناخبری آژانس دعرب نیوز له قوله راپورراکړ،د حجاب نړیوالې ورځې تنظیم(WHD) په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،ټولنه باید له ستر او حجاب څخه له سسټماټيکې ویرونې سره په مبارزې کې متحدشي او  ورسره د پيوستون اعلان وکړي.

په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ،د تاسو په ملاتد سره ،مسلمانې میرمنې او انجونې چې سترئې خوښ کړی دی، له ویرې ،وحشت یا شک پرته خپل ستر ساتلی شي.

د فرورۍ  لومړۍ نیټه  دهغې یادونې لپاره یوه ورځ کیدلی شي چې په ټولې نړۍ کې ددرستو دینونو او قومیَتونو میرمنو ته بلنه ورکول کیږي څو له هغو مسلمانو میرمنو سره په پيوستون کې چې  له توپيرونو کړیږي، ستر او حجاب ولرل شي.

کمپین جهانی گرامیداشت حجاب

د حجاب یا تسر نړیوالې ورځې تنظیم پخپل کلني نوښت سره ،په درستې نړۍ کې  له میرمنو څخه، له دې ورتیر چې دکوم دین پيروکارې دي،غوښتي دي څو د فرورۍ په لومړۍ نیټه  اسلامی حجاب اوستر رعایت کړي او له هغو مسلمانو میرمنو سره چې توپیر تجروبه کوي، یوزړتوب او پیوستن ولرل شي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،په ځينو هیوادونو کې مسلمانې میرمنې مجبورول کیږي،څو سکارف  یا ستر پریږدي،په داسې حال کې چې  ځيني هیوادونه ځينی قوانینو تصویبوي  چې سترمنې میرمنې په ټولنې کې له ګډون او مشارکته منع کوي. دغه تنظیم و ادارې د پوهونې اوروزنط له لارې  د مسلمانو میرمنو په ضد  له توپیر سره مبارز کوي.

 دغه اعلامیه په دوام کې لیکي ،ددسمبر په دوهمه نیټه  د حجاب یا ستر دنړیوالې ورځې(WHD) یولسم کلنۍ کمپاین مو پيل کړی دی.

دحجاب او ستر نړیواله ورځ چې هرکال د فرورۍ دمیاشتې په لومړنۍ نیټه ئې جشن لمانځل کیږي،او یوې  بنګله دیش توکمه امریکائي ښاریزې میرمن  ناظمه خان په وسیله  په ۲۰۱۳کال کې  یو ملاتړی خصوصي تنظیم یا موسیسه په دې باب  چې ډیری مسلماانو میرمنو ولې ستر  او حجاب خوښ کړی دی، د یوې ورځې  لپاره  دغې تجروبې او د ستر خوښولو ته د میرمنو د هڅونې لپاره تاسیس کړې ده .

 د ۲۰۲۲کال د فرورۍ لومړۍ نیټه په دې مناسبت لسمه کلیزه وه چې په دغه ورځ په درستې نړۍ کې په لسګونو زره میرمنو له هردین او مخینې سره چې وې ،  په ټولنیزو چینلونو کې ئې د خپلو عکسونو په لیږلوسره د   #RressedNotOppressed   هشتګ په  کمپاین کې ګډون وکړ.

 https://iqna.ir/fa/news/4109110

 

captcha