IQNA

په ذوالفقار۱۴۰۱ ګډې مانورې کې د ټانکونو،ډرونز او نوو تجهیزاتو پيچلي عملیات اجرا شول

16:33 - December 30, 2022
د خبر لمبر: 3486674
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ذوالفقار۱۴۰۱ ګډې مانوې د اصلی مرحلو په دوام کې  په وَچې او اوبو کې تلونکي کشتۍ،ټي ۷۲ډوله ټانکونه، BMP-۲  ډوله زغرګاډي، او ډرونزد بیچینګ عملیاتو د اجرا یا د سمندر د سرپل نیولو لپاره د دښمن ساحل ته منتقل او خپل عملیات ئې هم په بریالیتوب سره ترسره کړل.

ایکناخبری آژانس  د مانورې  د رسندوئي مرکز له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  ذوالفقار ۱۴۰۱نومې ګډه مانوره بیګا شپې د مکران په سواحلو جنوب ختیځو سیمو کې،د هرمز تنګي په ختیځي برخې رانیولې د ګوارت بندر   او دعمان سمندر تر نزدې پورې  او دغه راز د هند سمندر په شمال کې تر لس درجو پورې په حدودو کې پيل شوې ده.

زمونږخبریال  راپور راکړ،ددغې مانورې د اصلی مرحلو په دوام او د مځکني ځواک او سمندري ځواک  په یولړ ګډو عمیلیاتو کې د دښمن سواحلو ته د یوې وچې او اوبو کې ګرځيدونکي سترې کشتۍ په وسیله  نوموړي ټانکونه منتقل شوي  او په ټاکلی وخت کې ئې خپل عملیات هم پیل کړي دي.

ددغو عملیاتو په بریالیتوپ سره په اجرا پسې ، د خاتم الانبیاء دمرکزي غونډ قوماندان سردار غلامعلی رشید،د پوځ عمومي قوماندان سردار عبدرالرحیم موسوي،د پوځ دسمندري ځواک قوماندان   امیر البحر شهرام ایراني او  یو شمیر نور قوماندانان او مرستیالانوپه  دغو عملیاتو کې د ګډون کونکو پرسنلو  په ټول کې په شتون سره  د دوي د زیار اوهڅو قدرونه وکړه.

د ایران اسلامی جمهوریت  یوازینی هیواد دی چې په فارس خلیج سیمې کې د زغروالو تجهیزانو د ځاي په ځای کولو وړتیاؤ سره د  درندو تجهیزاتو او ګاډو وړونکی بیړئ لري.

د  وَچې  او اوبو په سطح د بیچینګ  عملیاتو نوښت،په  تیرو وختونو کې له ایرانیانو سره اړه لري او نورو هیوادونو دغه عملیات له ایرانیانو زده  کړي  چې په درستې نړۍ کې د ورځې  له ماډرنو تجهیزاتو څخه په استفادې سره ترسره کیږي.

 داپه داسې حال کې دي چې ددغې ګډې مانورې ویندوي سردار علیرضا شیخ   دمانورې له پیلیدا وروسته په یولړڅرګندونو کې ووئيل،د ایران د اسلامی  جمهوریت دپوځ  سمندري ځواک کشتیو او بیړیوپه دغو عملیاتو کې چې تر سهار پورې ئې دوام درلود په  د هلاویه،ټاؤ  او د میثاق سټینګر ډوله توغندي څخه  په استفادې سره ددښمن د یرغلونو  دمخه نیولو تر حده  ساحلی دفاعي  عملیات  اجرا کړل او خپل مخه نیونکی او دفاعي وړتیاوې ئې نندارې ته وړانډې کړي چې ورباندې ویاړو.

https://iqna.ir/fa/news/4110643/%D

captcha