ایکناخبری آژانس د The Kashmiriyat له قوله راپور راکړ،د هندوستان په اوتراکنډ سیمې کې په زرګونو خلکو ددغې سیمې دلوړې محکمې په فیصلې باندې په اعتراض کې چې له چارواکو ئې غوښتي وو،د د هالدواني ریل ګاډي د تمځاي په شاوخوا کې مځکې(کچه آبادي) چې د مسلمانانو په اکثریت سره یوې سیمه ده، خالی او ړنګې کړي ،سخت اعتراض وکړ.
د خبری راپورونو په اساس، ددغې سیمې لوړې محکمې د څلور زره درې سوه پنځه شپیته ودانیو او کورونو دړنګولو حکم صادر کړی چې په هغو کې اکثریّت د مسلمانانو دی.ددغې هستوګنې سیمې دځينو برخو ړنګول د خلکو په سخت اعتراض سره سره ترسره شوي دي.د محکمې ددغې فیصلې د اجرا کولو په وخت اوه زره پولیس او وسلوالې ملیشه اي ځواکونه موجود وو.
دهندوستان په اوتاراکنډ کې د مجلس اتحاد مسلمین غورځنګ صوبائي مشر نایار کاظمي د صوبې اعلی وزیر پوشکر سینګ دهمي ته په یوه لیک کې په یوه لیک کې په مختلفو سیمو د ریلوې ادارې د تیریو او ددغو سیمو دځينو پخوانیو برخو د ړنګولو په باب خبرداری ورکړ.
اوتاراکند د هندوستان یوه شمالی صوبه ده چې د ۲۰۰۰کال په نومبر کې له همالیا څخه او د اوترپردیش په ګاونډ کې د هندوستان اوه ویشتمې صوبې په توګه جلا شوې ده.