ایکناخبری آژانس دعربی ۲۱له قوله راپور راکړ،د امریکا د میشیګن ایالت استازې میرمن رشیده طلیبپر کانګرس غږ کړی چې د اسرائيلو له اپارټائيد یا توکمپال رژیم څخه دې مالی ملاتړونه ختم کړي،ځکه چې د فلسطینانو عامه وژله کوي.
دغې فلسطینی توکمه امریکائي میرمنې پخپل یوه ټولنیز پيغام کې لیکلی دي ،تیر کال په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطینیانو لپاره یو خونړی کال ؤ او نیواکګرو عسکرود کابو پنځوسو ماشومانو پشمول څه دپاسه دوه سوه فلسطنیان شهیدان کړي دي.
میرمن رشید طلیب پخپل ټویټ کې اشاره کړې ده چې داسرائيلو نیواکګرو عسکرو په زرګونو فلسطنیانو ټپیان کړي او دهغوي کورونه ئې په کنډوالو بدل کړي دي.
میرمن طلیب په تیر اګست میاشت کې یو کمپاین پيل کړی او له اسرائيلو سره ئې د متحده ایالاتو د مرستې ددغه رژيم د توکمپالنو سیاستونو له ختمولو او د اسرائيلو په وسیله د فلسطینیو ټاټوبو د نیواک له ختمولو سره داړونده کولو غوښته کړې ده.
میرمن رشیده طلیب په وروستیو انتخاباتو کې په میشګن ایالت کې په آسانۍ سره بریالۍ شوې ده. هغه توانیدلې ده ،دډيموکراټيک ګوند ۶۶.۵ فیصدي رای وګټي او دجانیس اوینفري پشمول چې د آیپک تنظیم ملاتړ ورسره ؤ، پر خپلودرستو سیالانو بریالۍ شي.
آیپک یو هغه تنظیم دی چې له صهیونیسټ رژيمه بشپړ ملاتړ کوي.