IQNA

د مرغومې نولسمه نیټه د لویدیځ له هاضمې د ایران د بیرته راویستلو لپاره د لوی جهاد پیلامه وه

15:39 - January 09, 2023
د خبر لمبر: 3486726
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود د قم له زرګونو خلکو سره په کتنې کې وفرمائيل؛مونږ ولې وایو چې د مرغومې د میاشتې نولسمه نیټه د قم یوه تاریخي  اوبدلون رامنیځةکونکي پيښه ده؟ځکه دا دیوه لوي  جهاد پيلامه ده.له همدغه ځایهیو لوي جهاد پيل شو او په درست هیواد کې خور شو چې  ددغه جهاد موخه هم دا وه چې ګران ایران دلویدیځ له هاضمې بیرته راوباسئ.

ایکناخبری آژانس د رهبرس د ستر مقام د اطلاع رسونې د دفترله قوله راپور راکړ،د ۱۳۵۶لمریز کال د مرغومې دمیاشتې  دنولسمې نیټې   د تاریخ جوړونکي پاڅون له کلیزې سره په یووخت ددغه ښار په زرګونو خلکو  په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره  کتنه وکړه.حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پخبلې وینا کې ووئيل دمرغومې دمیاشتې دنولسمې نیټې د پيښې لمانځل هر کال ترسره کیږي، او باید  هم دوام ومومي. په راتلونکي  کې هم باید دغه نوراني رشته  هماغه شان  دوام ومومي ،ځکه  دغه  پيښه یو لوي بدلون ؤ ، یوه عادي پيښه نه وه،د تاریخ دبدلون رامینځةکونکي پيښو ژوندي ساتل  دټولو دنده ده .

 هغه  په دوام کې وفرمائيل؛ مونږ ولې  وایو چې د قم د مرغومې نولسمه نیټه  یوه تاریخي  او بدلون رامینځةکونکي پیښه ده ؟دا ځکه چې  دا پیښه  دیوه لوي جهاد پیلامه ده .له همدې ځایه یو لوي جهاد شروع شو په درست هیواد کې ، چې  ددغه جهاد هدف  هم دا ؤ چې  ګران هیواد ایران  دلویدیځ له معدې  راوباسو ، خپلواکه ئې کړو دایران  تاریخي هویّت احیاء کړي، د ایران  او اسلام  تاریخي هویّت اسلامی ایران دی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دوام کې ووئيل،د اسلامی ایران دغه هویّت بې درکه شوې ؤ. که څوک راتللی، نو د تهران په واټونو کې به ګرځيد، نه یوازې په تهران کې ،بلکې په نورو ډيرو ښارونو کې به هم همداسې ګرځيد، او اصلا به چا دا خیال هم نه کوۀ چې  ګواکې دا کوم اسلامی هیواد دی یا  دلته کوم مسلمانان ژوند کوي.د باطل  سټراټژيک بهیر  د ایام الله  پټول یا کم رنګه کول دي ،سټراټژي ئې دا ده چې اجازت ورنکړي ،دغه شان شپې ورځې ،دغه شان پیښې ژوندئ پاتې شي  او  وځلیږی. د باطل جبهې له نظره، دغه شپې ورځې غالبا پټيږي یا حتی  ورڅخه انکار هم کیږي. د سلواغې دوه ویشتمه نیټه پټول کیږی.همداسې  نوره تاریخي پيښې کم رنګه کول غواړي ،خو دا امکان نه لری، دا هره ورځ یو داسې مشال دی چې د باطل د بهیر له نظره باید خاموش شي، داسې باطل بهیر چې د تاسو په مقابل کې ، ددغه ملت په مقابل کې ددغه انقلاب په مقابل کې دی ، او دغه مشالونه نشي زغملی ،دوي  غواړي دغه مشالونه له مینځه یوسي ،خو دایران ملت اوس ویښ شوی دی اوهیڅکله هم  استکباري او استعماری کړیو ته ددغه شان کار اجازت ورنکړي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود خپلې وینا په دوام کې مقدسه دفاع ، د ایران دم لت  له خطرو سره د ډغرې وهلو  او د خپل وطن د ساتلو او  د دندو په احساس سره د یوې ځلانده نتیجې  مثال وبلله او وې وئيل،صدام دیکتاتور د امریکا ،شوروي ناټ، او نورو مرتجعو هیوادونو په ډيرو زیاتو ملاتړونو او امکاناتو  سره او د دغه راز د ایران  دویشلو په موخې سره پر مونږ یرغل وکړ،خو ایران په دغه ګوندي جنګ کې بریالی شو او دوي هیڅ ونه کړائ شول او حتی د هیواد یوه چپه خاوره ئې  جلا نه کړئ شوه.حضرت آیت  الله العظمی سید علی خامنه اي د ا سلامی  انقلاب بریالیتوب  د امریکا له خطرناکې سلطې د ایران ژغورل کیدا له اسلامی نظام سره د دښمنۍ اصلی علت وبالۀ او  داسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره هغه هم د اسلامی انقلاب له بری یوازې لس میاشتې وروسته ،د امریکا د وخت د  ولسمشر جمی کارتر پر حکم مشتمل  د امریکا یوه باؤري مرکز څځه د طبقه بندي شوي  سند خپریدا ته په اشارې سره، ووئيل،ددغه سندپه اساس کارټرسی ائي اې ته د اسلامی جمهوری نظام د نسکورولو فرمان ورکوي چې دغه نوی اسلامی نظام نسکور کړي او هغه لومړنۍ سټراټژي چې  دنسکورونې لپاره ذکر شوي ،له پروپیګنډیزو  آوزارونو څخه استفاده ده.

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود دخپلې ویناپه بلې برخې کې  په ایران کې د وروستیو بلواؤ دپلانونکو  د موخې تحلیل ته اشاره وکړه او وې وئيل، په دغو پیښو کې د بهرنی دښةن لاسونه  په بشپړ ډول څرګندوو او دا چې  څوووئيل شي، دبهرني دښمن لاسوهنې دي ، یو شمیر ئې انکار کوي او وائي ،دا پیښې د تاسو غلطي ده، نو دا سمه خبره نه ده.

دوي په وروستیو پیښو کې د امریکایانو او اروپایانو نه انکاریدونکي او ښکاره  رول لوبونې ته په اشارې سره ووئیل،په دغو بلواؤ کې د دښمن ترټولو مهمه  وسیله د پروپیګنډو  او وسوسو  کار ؤ او  هغه هم د لویدیځي ،عبري اوعربی رسندویو او سوشل میډیا له لارې.. د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز دددې  موضوع په بیانولو کې د هیواد امنیت،د علمی او تعلیمي مرکزونو د بندولو له لارې دعلمی پرمختګ د دردلو، دداخلی تولید د ودې ددرولو  او همداراز  د ټوریزم په څير  د ځلیدونکو مسئلو ددریدا په څير د قوت ټکو  ټارګټ کیدا ته اشاره وکړه، او وې فرمائيل، البته په دې کې چې  اقتصادي او معیشتي  مشکل شته ،هیڅ شک پکې نشته ، خو آیا دغه مشکل په واټیزو بلواؤ یا دګند د ټوکریو په سوځولوس ره حل کیږي؟

حضرت آيت الله العظمی سید علی  خامنه اي  زیاته کړې ، بې شکه دغه کارونه خیانت دی او مسئول اورګانونه او ادارې هم له خیانت،سره جدي  او عادلانه چلند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4113280/%D

captcha