IQNA

د ایران د قرآني دانشنامې (انسائيکلو پيډیا)نړیواله ځلیدا(آډیو)

6:59 - January 15, 2023
د خبر لمبر: 3486749
ایکنا-(تهران) په قدس رضوي کې د قرآني چارو یو څیړاند د  «المعجم فی فقه لغة القرآن و سر بلاغته»  د اسلامی مذهبونو د لازیات نزدیکت لپاره یو تل پاتې اساس وباله او روښانه ئې کړه؛د مصر له الازهره رانیولې تر هندوستان پورې لږترلږه په پنځوسو اسلامی هیوادونو کې دغه اثرته خاص توجه شوې  او خپل مقام ئې موندلی دی.

د قدس رضوي مقدس آستان د اسلامی څيړنو د فاؤنډیشن د قرآني مطالعاتو د ډلې مدیر حجةالاسلام محمد حسم مومن زاده ځان د یوه مشهور متفکر ،محقق او د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې د پخوانی عمومی منشي آیت الله محمد واعظ زادده شاګرد ګڼي. دغه قرآني څيړاندپه قدس رضوي کې  کابو تر څلورو لسیزو پورې،دڅيړنیزو فعالیتونو په زمینې کې بوخت دی.

«المعجم فی فقه لغة القرآن و سر بلاغته»

هغه له ایکناخبری آژانس سره په خبرو کې ددغه مرکز له خوا دخپرو شوو ترټولو مهمو قراني آثارو په باب خبرې وکړي.حجةالاسلام مؤمن زاده د   «المعجم فی فقه لغة القرآن و سر بلاغته»کتاب په باب ووئيل، دغه کتاب د قدس مقدس آستاان د اسلامی څیړنو د فاؤنډیشن د تاسیس له هماغه پیله  ددغه فاونډیشن د بنسټګر خداي بخښلي علامه  واعظزاده خراساني  په همت سره تاسیس شو. ددې لپاره د پلان اصل دغه خداي بخښلی ؤ او ددغه پلان سرپرستي ئې په غاړه درلوده.

حجت الاسلام و المسلمین «محمد حسن مومن زاده» مدیر گروه مطالعات قرآنی بنیاد پژوهش های اسلامی آستان قدس رضوی

هغه زیاته کړه،ددغه کتاب (انسائيکلو پيډیا)مقدماتي کارونو  په یوې شل کسیزې ډلې سره کابو لس کاله وخت واخست چې په دغې مودې کې په هغې پوهې ،علم او معلوماتو سره سره چې هغه درلودل،د لغت او تفسیرې  لازم کتابونه او د قرآني علومو کتابونه یا هغه آثار چې د قرآن د بحثونو په باب ئې خاص بحثونه درلودل،ددغه کار لپاره وټاکل شول.

هغه په دوام کې ووئيل په دغو لسو کلونو کې کابو پنځه لکه نسخې غونډې شوې چې اوس هم موجودې دي او ورڅخه استفاده کیږي.حجةالاسلام مومن زاده په دوام کې ووئيل،له لس کلنو مقدماتي کارونو وروسته،د کتاب دتالیف لمبر شو.هغه زیاته کړه په کابو پنځوسو اسلامی هیوادونو کې دغه کتاب موجود دی اوخپل ځائيګی ئې موندلی دی، اسلامی عالمان په ورین تندي اوخلاصو سترګو سره دغه اثر ته ګوري او د قرآن د معارفو اومعجزو دفهم لپاره یوه مهمه سرچینه ده او تر اوسه پورئې ئې۴۵ټوکه خپره شوي او په هر ټوک کې ئې کابو نهه سوه پانې دي.هغه پّ دوام کې  پر نورو ژبو ددغه اثر د ژباړې په باب هم وائيئ،په مختلفو ژبو ددغه کتاب دژباړې لپاره هم ډير کارونه شوي دي چې په انګریزئ،اردو او همداشان په فارسئ او نورو ژبو وژباړل شي.هغه ددغه شان اثر دتالیف په باب بیا وائي، په اسلامی نړۍ کې  دقرآن له نزوله رانیولې تر اوسه پ،رې  چې خبرې کوو،په اسلامی نړۍ کې دغه شان جامع اثر  چې د قرآن دمعارفو درست اړخونه پکې ارزول شوي وي نشته.   

المعجم فی فقه لغه القرآن و سر بلاغته»

په هندوستان کې هم قرآني څیړاندو اومحققانو دوه درې کاله مخکې یوه لویه کنګره جوړه کړه او المعجم ئې د قرآنی چارو یو برلاسه کتاب معرفی کړ.حجةالاسلام مومن زاده بیا وائي، په دې توګه دځینو نظر په اپوټه  چې وائي،شیعیانو د اسلامی مطالعاتو لپاره کار نه دی کړی ،وموښودله چې که شیعیانو امکانات درلودلئ،نو ددغه اثر په شان به ئې ډير غوره کارونه  کړي وائ.

https://iqna.ir/fa/news/4113586

 

captcha