IQNA

په هندي رسندویو کې د مسلمانانو په ضد پروپیګنډې اوج ته رسیدلی دي

7:16 - January 15, 2023
د خبر لمبر: 3486750
ایکنا-(تهران) دهندوستان په ټولنیزو چینلونو کې داسې لمسونکي پوسټرې او انځورونه خپره شوي چې د برهمپورې سیمې له هندوانو ئې غوښتي دي ، دډیلي پر مسلمانانو خپل ځایونه  مه خرڅوئ.

ایکناخبری آژانس د Baaghi TV له قوله راپور راکړ،دغه پوسټرې  له تاریخ پرته د  پرادیپ شرما(Pradeep Sharma) په لاسلیک سره  لګول شوي دي .د راپورونو په اساس  شرما د محکمې یو وکیل دی.  

ددغو پوسټرو په متن کې راغلی دي ،دبرهمپورې سیمې د کورونو او ځایونو درستو خاوندانو ته اطلاع ورکول کیږی چې خپل کورونه او ځایونه دې پر مسلمانانو نه خرڅوي.که دوي  ئې پر مسلمانانو باندې خرڅ هم کړي، نو ځاي اوسیدونکي ورته د ثبتولو اجازت نه ورکوي او د ټولو نتیجو  مسئولیّت به ئې د سرغړونکو  یا داخستونکو په غاړه وي.

ددغو متنونو په دوام کې بیا راغلي دي ،ټولې معاملې باید  له هندو ګونند سره ترسره شي.

د پرادیپ شرما نامه او ایډریس هم په لاندې پوسټر  کې ذکر شوې ده.

 د ځاي اوسیدونکو په وینا شرما د ګالی کوڅې د دیارلسمې ودانۍ اوسیدونکی دی او ځان یو وکیل معرفي کوي. په عین حال کې  دوي نه دي توانیدلی تائيد کړي چې آیا هغه نیول شوی دی یا دا چې  له کوم سیاسی  ګوند سره اړوندوالی لري.؟

دیوه ځاي  اوسیدونکي په وینا،په دغې کوڅې کې هندوان او مسلمانان  ګډ سره اوسیږي. د دواړو ټولنو غړو د شرما په ضد په ګډه شکایت کړی دی او هغه ئې پولیس ته سپارلی دی.

د ځينو اوسیدونکو په وینا،شرما مدعی شوی چې دهغه په ضد دسیسه شوې او د هغه له رضایت  او اطلاع پرته په پوسټر د هغه نامه او ایډریس لیکل شوی او ورڅخه ناوړه استفاده شوې ده.

دغه سیمه د ۲۰۲۰کال په فرورۍ کې هم له ډیرو تاؤتریخوالو سره مخ شوې وه چې څه ډپاسه  پنځوس کسانو ژوند ئې اخستی ؤ او دغه راز افراطي هندوانو  څو جوماتونو ته تاوانونه هم اړولي وو.

https://iqna.ir/fa/news/4114533

 

captcha