IQNA

.په هندوستان کې یو تاریخي جومات د سړک دغزیدا په پلمه ړنګ شو

6:36 - January 17, 2023
د خبر لمبر: 3486760
ایکنا-(تهران)د بشری حقوقو د ولسی ټولنې د راپور په اساس،د هندوستان په ګجرات صوبې کې له سزاګانو په خوندیتوب سره  کابو پنځه سوه جوماتونه او زیارتونه  په کنډوالو بدل شوي دي.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د هندوستان په شمال کې په اوترپردیش صوبې کې یو تاریخی جومات د سړک د غزولو په پلمه  په بلډوزرو سره په کنډوالې بدل شو.

په راپور کې وئیل شوي دي د ملګروملتو د علمی ،زده کړې او کلتوري چارو د موسیسې(یونیسکو) پخواني لوړپوړي مسئول  آشوک سواین  پخپل ټویټرپاڼې کې د یوه تاریخي جومات د ړنګیدا دویډیو په خپرولو سره ولیکل، په اوترپردیش صوبې کې  د یوه سړک د غزَولو  لپاره په بلډوزرو سره د ړنګولو په حال کې دی.

 همداراز په ټوئيټر کې زیاتره  کارؤنکو په دې افراطي اقدام باندې په سختو نیوکو سره  لیکلي دي ،دغه جومات د فریدخان شرشاه سوري په زمانې کې جوړ شوی ؤ. شیر شاه سوري  په ۱۵۴۰کال کې  ګورکانیانو ته په ماتې ورکولو سره قدرت ته رسیدلی ؤ او  وروسته ئې ډیلی  خپله پلازمنیه ګرځولې وه.باید ددغه جومات مخینې ته په پام سره  ئې له ړنګولو ډډه وشي او که داسې نه وي نو باید مسلمانان دخپلو مقدساتو د ساتلو لپاره لاس په کار شي او ددغه ډول افراطي او  تعصبي کارونو په ج دي توګه مخه ونیسي.

د بشری حقوقو  د ولسی ټولنې د راپور په اساس، دهندوستان  په ګجرات صوبې کې له سزاګانو په خوندیتوب سره  کابو پنځه سوه جوماتونه او زیارتونه  په کنډوالو بدل شوي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/10/26/2838173/%D8

captcha