IQNA

په هندوستان کې دتاریخي جومات په ړنګیدا دمسلمانانو غوسه او کرکه رپاریدلي

15:51 - January 19, 2023
د خبر لمبر: 3486772
ایکنا-(تهران) د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې د یوه تاریخي جومات په ړنګیدا پسې  ددغه هیواد مسلمانانو او خپلواکه اورګانونو غوسه او غبرګون راپورته شوی دی.

ایکناخبری آژانس د مجالات ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، له دې وروسته چې هندي چارواکو د هغه پاچائي جومات  چې کابو پنځه پيړۍ مخکې  جوړ شوی ؤ، او د اوترپردیش صوبې دالله آباد د اوسیدونکو، بلکې د درست هندوستان د مسلمانانو غوسه ئې راپارولې ده، د سړک د غزیدا په پلمه ئې  یوه برخه ئې ړنګه کړې ده.

اجتماعي فعالانو،په ټولنیزو چینلونو کې ځيني ویډیوګانې خپرې کړي دي چې ښئ ،بولډوزرې ددغه تاریخي جومات ځيني برخې رنګوي.

د ټولنیزو چینلونو فعالانو پخپلو لیکنو کې هندي حکومت ته په خطاب کې وئيلي دي، دغه حکومت په ورانکارۍ  اوړنګولو کې حیرانونکی عمل کوي او له نفرت او کرکې پرته بل څه نشي تولیدولی.

هندي پولیس هم پخپل وار ددغه تخریب او لمسؤنکي اقدام په توګه کې  وئيلي دي،دغه اقدام ئې د اصلي سړک د پراختیا لپاره کړی چې یوه ضروري چارده ده  او ددغه جومات اوسنۍ موقعیّت ئې په لاره کې خنډکیږی.

هندي حکومت مدعي دی چې دغه جومات په غیر قانوني توګه پر حکومتي مځکې جوړ شوی دی. په داسې حال کې چې دجومات مسئولان وائي ، د حکومت ادعا دروغ  ده،ځکه جومات له څو پيړیو راهسې پخپل اصل حالت کې موجود دی او هیڅکله هم چا په دې اړه له دې مخکې کوم قانوني ټکی نه دی راویستلی.

https://iqna.ir/fa/news/4115670/%D8

captcha