ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن ممتاز زهرا بلوچ نن په اسلام ابادکې په خبري غونډه کې له ایران سره د خپلو پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره له اسلام اباده د تهران د غوښتنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ ارتباطی چینلونه فعال دي او پاکستان ژمن دې چی د ایران پرضد د ترهه ګرو عناصرو د تګ راتګ او د دغه هیواد خاوره د سرحدی حملو لپاره استفاده نشي .
هغې همداراز له اسلامي ایران سره د خپل هیواد د اړیکو په اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل دواړه هیوادونه د یوه بل ګاونډیان او ملګري هیوادونه دي او مونږه د مسایلو د تعقیبولو او ارتباط لپاره ضروری لارې چارې لرو . ممتاز زهرا بلوچ وویل له تهران سره زمونږ ارتباطی چینلونه فعال دي او په بلوچستان صوبه کې د پاکستان په امنیتی عسکرو د وروستۍ حملې په اړه جزیات ایراني مسولانو ته وړاندی شوي دي .
له بلې خوا په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه پیغام کښې په بلوچستان صوبې کښې په ترهګرې حملې کښې د پاکستان د څلورو پوځيانو وژله وغندله او ویې ویل ترهګرۍ د ایران او پاکستان ګډ درد دی.
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پنجګور سیمې په خوا کښې د امنیتي ځواکونو په کاروان د ترهګرو په پروني برید کښې څلور حکومتي عسکر وژل شوي دي.
په اسلام اباد کښې د ایران سفارت په یوه پیغام کښې د دغه ټروریسټي حملې د غندلو په ترڅ کښې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
په پاکستان کښې د ایران سفارت ټینګار وکړ چې ترهګرۍ زمونږ ګډ درد دی او دوه ګاونډي هیوادونه د دغه سپیرې ښکارندې قربانیان دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن مریم اورنګزیب هم څو ساعته مخکې وویل ترهګر د ایران او د پاکستان د اړیکو د خرابولو هڅه کوي خو زمونږ اراده قوي ده او ترهګرو ته د ماتي ورکولو کلک هوډ لرو.