ایکناخبری آژانس رپور راکړ حضرت امام محمد باقر علیه السلام د ۵۷هجری قمری کال د رجب د میاشتې په لومړۍ نیټه په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. دهغه بزرګوار کنیت ابوجعفر او ترټولو مشهور لقب ئې باقرالعلوم ،یعني د علمونو څيرونکی دی . ځکه هغه بزرګواردعلومو دپیچلتیاؤ او د مسلو دحلکولو او د فکري مشکلاتو څيرونکی او پوهې او معارفو په پراخوالي کې د خپل وخت سرخیل او ځانګړی شخصیّت ؤ . د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د علمی منزلت ځلا او پراختیا تر دې دحده وه چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تاریخ لیکونکو دهغه بزرګوار په علمی مقام له کومې استثنا پرته دهغه کمالاتو ته اشاره کړ ې ده .
د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي د حضرت امام محمد باقر علیه السلام دنیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.