ایکناخبری آژانس د مصر د الاهرام له قوله راپور راکړ، د محمد علی جومات د قاهرې د تاریخ یو ترټولو مشهور اوښکلی جومات دی چې په ودانئ کې ئې له خاصو سنګ مرمرو څخه د استفادې په دلیل په مرمر جومات یا په مسجد الابستر هم مشهور دی.
د نوي مصر بنسټګر او موسیس او له ۱۸۰۵کاله تر ۱۸۴۹ کال پورې د مصر عثماني والی ،محمد علی پاشا، عثماني معمار یوسف بوشناق مامور کړ څو ددغه جومات جوړول په غاړه واخلي.
د جومات دجوړولو کار سملاسي پیل شو،ددغې په زړه پورې او ښکلي ودانۍ معماران او هنرمندان عموما مصريان او یا د استانبول اوسیدونکي وو.د جومات جوړولو څه دپاسه شل کاله وخت واخست.
د قاهرې محمد علی پاشا جومات د هغې خاصې معمارۍ ځانګړنې لري چې دا د مصر له نورو جوماتونو جلا کوي.ددغه جومات تر ټولو لوړې دوې مینارې چې لوړوالی ئې څلور اتیا میټره دی،د تاریخي جوماتونو یو مشهور ماډل دی . دغه جومات د کال دورځو په د شمیر په اساس درې سوه پنځه شپيته چراغدانونه لري او همداراز ددغه جومات څلویښت نفیس چراغونه هم په مصر کې ساری نه لري.
ددغه جومات د په زړه پورې ودانۍ یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4114999