IQNA

14:13 - February 05, 2023
د خبر لمبر: 3486854

په آسټریا کې تر ټولو لوي جومات ته یوه کتنه (فلم او انځورونه)

ایکنا-(تهران)د آسټریا ترټولو ستر جومات او اسلامی مرکز په یوې ۳۲میټرۍ لوړې مینارې  او په ۱۶میټره لوړ ګنبسۍ سره  په ویانا ښار کې جوړ شوی دی.

په آسټریا کې تر ټولو لوي جومات ته یوه کتنه (فلم او انځورونه)

ایکناخبري  آژانس راپور راکړ،د آسټریا د پلازمینې  ویانا جومت او اسلامی مرکز،ددغه هیواد ترټولو لوی جومات دی.ددغه جومات مخنینه شپیتمې میلادي لسیزې وروستیو ته ورګرځي.

په ۱۹۶۹ کال کې  په ویانا کې اسلامی جامعې،د یوه جومات د جوړولو په خاطر د ویانا له ښاروالۍ څخه په اته زره درې سوه مربع میټر مساحت سره یوه مځکه  واخسته.د مالی مشکلاتو په دلیل ئې  جوړول  څو ځله وځنډيدل.

په نهایت کې د جومات د جوړیدا لومړني لګښتونه  په آستریا کې د اسلامی هیوادونو د سفیرانو له خوا ورکړل شول.

د ټيکدار په توګه د ریچرډ لانګنر له ټاکل کیدا وروسته،دجوړونې کارونه د ۱۹۷۷کال د جولائي په لومړۍ نیټه پیل شول . د ۱۹۷۹ کال د نومبر په شلمه نیټه  دویانا اسلامی مرکز،د آسټریا د وخت  ولسمشر روډلف کِرشلَګر (Rudolf Kirchschläger) په لاس افتتاح شو.

د ویانا د اسلامی مرکز او جومات میناره،۳۲میټره لوړه ده،په داسې حال کې چې ګنبسۍ ئې څوارلس میټره لوړه او شل میټره پلَنه ده.جومات،د ویانا د اسلامی مرکز اصلی مرکز دی او دغه لویه ودانۍ کتابتون،او د غونډو او سمینارونو یو سترهال هم لري.

https://iqna.ir/fa/news/4111610/%D

captcha