IQNA

په هالینډ اوسویډ کې د قران کریم د سپکاویو په محکومیت مظاهرې شوي

6:46 - February 06, 2023
د خبر لمبر: 3486859
ایکنا-(تهران)په همدا وروستیو کې  په سویډ ،ډنمارک او هالینډ کې  زوړپالو افراط پالو  دآسماني کتاب قرآن کریم په شان کې په ګستاخۍ سره د قرآن کریم نسخې سوځولي اوټوټې ټوټې ئې  کړي دي چې په درستې نړۍ کې ئې د  مسلمانانو او درستو موحدینو زړونه داغي کړي  او د افراط پالو په ضد ئې سخته کرکه اونفرت راولاړ کړ ی دی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سویډ په سټاکهم  او د هالینډ په  هیګ ښارونو کې  مظاهره چیانو  په دغو هیوادونو کې د افراطپالو په لاس د قرآن کریم سپکاوي په سخته محکوم کړي دي.

په همدا وروستیو کې  په سویډ ،ډنمارک او هالینډ کې  زوړپالو افراط پالو  دآسماني کتاب قرآن کریم په شان کې په ګستاخۍ سره د قرآن کریم نسخې سوځولي اوټوټې ټوټې ئې  کړي دي چې په درستې نړۍ کې ئې د  مسلمانانو او درستو موحدینو زړونه داغي کړي  او د افراط پالو په ضد ئې سخته کرکه اونفرت راولاړ کړ ی دی .

د ایران اسلامی جمهوریت،پاکستان،افغانستان، کویت،مصر، امارات، د مصر الازهر،دمسلمانانو نړیوالې ټولنې،قطر عربستان انډونیشیا ،ملایشیا اردن مراکش ،د اسلامی ملګرتیا موسیسې،د فارس خلیج ملګرتیا شوراد لبنان حزب ا...  د فلسطین حماس او اسلامی جهاد غورځنګونو  پشمول مختلفو هیوادونو او  اورګانونو  ان تر دې چې اروپائي اتحادئې هم دغه سپک اقدام په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي چې دغه شان اقدامات د دینونو د پیروکارو ترمینځ دډغرې په دسیسې سره شوی  چې هیڅ ارزښت  نه لري او په کلکه محکوم دی او باید عاملان ئې سزا شي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i127464

captcha