ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران داسلامی شورا ۲۶۴استازو په نننۍ څرګندې ناستې کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دبخښنې د عمومي فرمان او د سلواغې د ۲۲ یوم الله ولولناک او پرتمین لاریون کې میلیوني شتون ته د بلنې په مننې او قدرونې سره دغه په موقعې او هوښیار اقدام وستایۀ.
په اعلامیې کې راغلي دي داسلامی انقلاب دغه ځلا د پرتمینې بریا له ۴۴کلونو تیریدا وروسته هم د عدالت او مقاومت په داخلی انګیزې سره هماغه شان پر نړیوال نظام په واکمن ظالمانه سسټم کې د بدلون لپاره د مظلومو ملتونو دامید تومنه ده.
دغه اعلامیه همداراز زیاتوي ، داسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی اقنلاب د لوي معمار حضرت امام خمیني په څيرتل د اسلامی انقلاب بیړئد مختلفو پيښو له څپانده سمندره تیره کړې او په سلامتیا سره ئې مقصد ته رسولې ده . په دغې لارې کې د دوي لارښونې ،تدبیرونه ،فرمانونه ، د ایران د ملت ددښمنانو د ناکامۍ ترټولو مهم عامل دي. د دوي تدبیرونه تل د هیواد په وړاندې د بندونونو غوټه پرانیستې ده او ددغه ټاټوبی په مهم پیښو او ډګرونو کې ددوي د پلار په څير مهربانه او نرمه رویه او اقتدار د اسلامی ایران د ملت د سرلوړئ او سرفرازئ زمینه ده.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،د ایران د وروستیو بلواؤ دډيرو زیاتو تورنو او محکومو کسانو دعمومي بخښنې فرمان ، د اسلامی انقلاب د فرزانه او هوښیار رهبر ډ ځلانده تدبیرونو په لیکه کې دی چې د ایران داسلامی جمهوری نظام د سترې بیړئ، اقتدار او عقلانیّت سمبول او نښه ده . دغه تاریخي فرمان یو ځل بیا د دملی انسجام او وحدت رامینځةکونکي مینه ناکې ودې لامل شو،له بل پلوه ئې دښمن هم د سیاسی لوبو او فیصلو په بندون کې راوستی دی .