IQNA

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د بخښنې فرمان دښمن دسیاسي لوبوبندون ته رسولی

15:32 - February 07, 2023
د خبر لمبر: 3486866
ایکنا-(تهران)په ایران کې د وروستیو بلواؤ دمحکومانو او تورنو کسانو د بخښنې فرمان، د اسلامی  انقلاب د ځير او پوه لارښود د هغو ځلانده تدبیرونو په لیکه کې دی چې  دعقلانیّت،اقتدار او د ایران د اسلامی جمهوری نظام  د سترې بیړئ سبمول او نښه ده .دغه تاریخي فرمان یو ځل بیا د ملی انسجام  او دوحدت رامینځةکونې مینه ناکې ودې لامل شو . له بل پلوه دښمن  هم د سیاسی لوبو او فیصلې کونې له بندون سره مخ شو .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران داسلامی شورا ۲۶۴استازو په نننۍ څرګندې ناستې کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دبخښنې د عمومي فرمان او د سلواغې د ۲۲ یوم الله  ولولناک او پرتمین لاریون کې میلیوني شتون ته د بلنې په مننې او قدرونې سره دغه په موقعې او هوښیار اقدام وستایۀ.

په اعلامیې کې راغلي دي داسلامی انقلاب دغه ځلا د پرتمینې بریا له ۴۴کلونو تیریدا وروسته هم  د عدالت او مقاومت په داخلی انګیزې سره  هماغه شان پر نړیوال نظام  په واکمن ظالمانه سسټم کې د بدلون لپاره د مظلومو ملتونو  دامید تومنه ده.

دغه اعلامیه همداراز زیاتوي ، داسلامی  انقلاب ستر لارښود د اسلامی اقنلاب د لوي معمار  حضرت امام خمیني په څيرتل د  اسلامی انقلاب بیړئد مختلفو پيښو له څپانده سمندره  تیره کړې او په سلامتیا سره ئې مقصد ته رسولې ده . په دغې  لارې کې  د دوي لارښونې ،تدبیرونه ،فرمانونه ، د ایران د ملت ددښمنانو د ناکامۍ ترټولو مهم عامل دي. د دوي تدبیرونه تل د هیواد په وړاندې د بندونونو  غوټه پرانیستې ده  او ددغه ټاټوبی  په مهم پیښو  او ډګرونو کې  ددوي د پلار په څير مهربانه   او نرمه رویه  او اقتدار  د اسلامی ایران د ملت د سرلوړئ او سرفرازئ  زمینه ده.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،د ایران د وروستیو  بلواؤ  دډيرو زیاتو تورنو او محکومو کسانو دعمومي بخښنې  فرمان ، د  اسلامی  انقلاب د فرزانه او هوښیار  رهبر ډ ځلانده تدبیرونو په لیکه کې دی چې د ایران داسلامی جمهوری نظام د سترې بیړئ، اقتدار او عقلانیّت  سمبول او نښه ده . دغه تاریخي فرمان یو ځل بیا د  دملی انسجام  او وحدت رامینځةکونکي مینه ناکې   ودې لامل شو،له بل پلوه ئې دښمن  هم د سیاسی لوبو  او فیصلو په بندون کې راوستی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4120407/%D9

captcha