IQNA

د سلواغې ۲۲ حماسه به سږکال دملی اتحادسمبول او دد ښمندسټراټژۍ شنډونکی وي

15:41 - February 08, 2023
د خبر لمبر: 3486873
ایکنا-(تهران) داسلامی انقلاب معظم لارښود او د دستو قواؤ لوي قوماندان د ایران د پوځ دهوائي ځواک له قومانانانو او پرسنلو سره په کتنې ې: د سلواغې د ۲۲حماسه د ملی اتحاد بیلګه وبلله او وې وئيل په الهی توفیق سره سږکال دغه حماسه به د ملی اتحاد او له په یوه بل د خلکو د اعتماد ،عزت او په ډ لو ډګرونو کې د دوي په موقعې دشتون سمبول دی.

ایکنا خبری راپورراکړ،د ایران  اسلامی انقلاب معظم لارښود او درستو قواؤ ستر قوماندان  نن د ایران د پوځ د  هوافضا ځواک له قوماندانانو او پرسنلو سره په کتنې کې سږکال د سلواغې د ۲۲حماسه د ملی اتحاد سمبول وباله او وې وئيلو سږکال د سلواغې د ۲۲حماسه  د ملی اتحاد او په یوه بل د ولس  داعتماد،عزت او په ډګر کې د شتون بیلګه ده.

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې پخپلې وینا کې په دې په ټینګار سره چې دسلواغې ۲۲ حماسه هماغه شان چې  تردې دمه ژوندئ ده ،باید په راتلونکي کې  هم ژوندئ وساتل شي، زیاته کړه ،ژوندئ انقلاب  هغه انقلاب دی چې خپلې سنبالتیاوې وساتي  او په هر پړاؤ کې د خطرو او اړتیاؤ په پيژندګلوۍسره  هغه اړتیاوې پوره کړي او خطرې  هم شنډې کړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فرانسې او شوروي د انقلابونو په څير د نړۍ په سترو انقلابونو  کې د سختو او تراخو دیکتاتوریو د ناکامۍ یا بیرته تنیدا علت،  ل اصلی خطرو او ضرورتونو  څخه غفلت  او په شخصي مسئلو او دعواؤ مشغولتیا وبلله او وې وئيل، اسلامی انقلاب ځان  له دغو آفتونو خوندي ساتلی دی.

حضرت آیت ا...العظمی سید علي خامنه اي ، د اسلامی نظام په ضد د دښمن روښانه نقشه او هدف د اسلامی انقلاب د په ګونډو کول وبلل او وې وئيل، اسلامی ایران دغه مهمه سټراژيکه او له سرچینو ډکه ۍیمه  د دوي له لاسونو ویستلې او پر دې سربیره، د خپلواکه چغه  او د کلنګ نه ورکول ئې  نه یوازې دیوې سیاسی مسئلې په توګه ،بلکې د یوه دیني ایمان او باؤر په توګه  پورته کړې ده.

د ایران ددرستو قواؤ لوی قوماندان روښانه کړه، ممکنه ده ځينی نور هیوادونه هم  له امریکاڅخه دخپلواکه سیاست غوښته وکړي ،خو  دغه سیاست په راکړې ورکړې سره ، په خبرو اترو سره ،دمذاکراتو په میز په ناستې پاستې سره  او احیانا،اغیزشیندونکو کسانو ته  په بډو رشتونو ورکولو بدلیږي،هماغه شان  چې ځيني مثالونه ئې په دنیا کې وینئ.

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي همداراز پوځ  نن سبا د ایران په خلکو او مسئولانو کې لازیات داعتماد وړ او خوږ  او دغه راز د خپلواکۍ او پياوړتیا بیلګه وبالۀ او زیاته ئې کړه،نن سبا پوځ له خلکو سره،د خلکوترڅنګ او د خلکو برخه ده او که په تیر وخت کې حتی له امریکایانو څخه د اخستل شوي الوتکې پُرزو باندې د لاس وهلو حق  ئې نه درلود،نن سبا  له بندیز سره سره پخپله  دالوتکو جوړونکی  او نوښتګر  ااو دحیرانونکو کارونو کونکی  او د خلکو لپاره د سترو هیلو او ویاړ او عزت رامینځةکونکی دی چې یو مثال ئې  پرون نندارې ته وړاندې کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4120659/%

captcha