ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د نیکمرغه مبعث په شپه او ورځ درست مسلمانان جشنونه جوړوي او په دې مناسبت دستورې او خوشالۍ کوي،ویناوال د هغه بزرګوار سیرت او ځانګړنې بیانوي او خلک په تیره بیا د مشهد مقدس په حضرت امام رضا ،په قم کې دحضرت بی بی معصومه او په رئ شهر کې دحضرت شا عبدالعظیم علیهم السلام په سپيڅلو حرمیّنو کې ځانګړي دستورې له پرون شپې راهسې روانې دي او د اهل بیت علیهم السلام درست مینه وال دهغوي له عشقه خپل زړونه خړوبوي.
په دې مناسبت د ایکنا درست کارکونکي د اهل بیت عیلهم السلام درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.
دمبعث د جشن په مناسبت په مشهد مقدس کې ددستورو یو لنډ ویډیو کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.