ایکناخبری آژانس د سارایوو ټایمز له قوله راپور راکړ،د بوسنیا هرزیګوینیا په نئوم سیمې کې د و اقع ربراني ښاروال ددغې سیمې د جومات د ورانولو ګواښ کړی دی ،خو ځاي خلک وائي چې ددغه کار اجازت به ورنکړي.
وئيل کیږي په دغې سیمې کې د توکاکوویچ جومات د بیا رغونې په سر یوه قانوني دعوا روانه ده. په داسې حال کې چې ددغې سیمې ښاروال ډریګو یوکوویچ د جومات د ړنګولو ګواښ کوي،ځآي خلک وائي ،چې پخپل لګښت سره دغه جومات په رغولو بوخت دی چې د دوي په وینا، دغو سیمو ته د بوسنیاوالو دبیرته ستنیدا د هڅونې لپاره ښه چاره ده.
که څه هم اوس په ربراني کې یوازې څو کورنۍ ژوند کوي،خو د دوي په وینا،د هغه څه دساتلو لپاره ددوي کلک هوډ چې له څلورو پیړیو راهسې له دوي سره اړونده دي ،لا زیات دی. په همدې دلیل څوم کال دی چې له ښاروالۍ سره د توکاکوویچ جومات د پراختیا او مناسب موقعیّت لپاره حقوقي سیالی روانه ده. دا په دغې سیمې کې د هستوګنو مسلمانانو یوازینۍ مذهبی ودانۍ ده.
دسیمې اوسیدونکی مسلمانان وائي له دوو کلونو راهسې په دغو کارونو بوخت یوو ،د وضوځاي ،ستره دروازه او البته میناره مو هم جوړه کړې ده.ښاروالۍ په دې توجیه سره چې دغه ودانۍ له مسلمانانو سره په اړونده ځاي کې نه ده جوړه شوې ، یا قانونی کارونه ئې نه دی ترسره کړي، د دوي غوښته ردکړې ده چې دا دلیل د ځاي خلکو لپاره قانع کونکی نهدی . دوي د جومات د بیا رغونې نوښت پخپله پیل کړی او دمګړئ ئې زیاتره برخه پخپلو مالی مرستو او زیار سره پاي ته رسولې ده.
د سیمې د اسلامی ټولنې د دیني ارو او معاروف د ادارې مشر الهام پوس وائي،ځاي جماعتونه،بهرني میلمنه،بوسنیا هرزیګوینیا ته ورتلونکي سلانیان چې د بوسني دغه یوازینی ساحلي ښار ته ورځي چې خپلې چټیانې دلته تیرې کړي،په یوه مناسبې فضاپسې دي څو په عزت سره پخپلو دیني دندو عمل وکړي.
داپه داسې حال کې دي چې داسلامی ټولنې کمیټي او ځاي اوسیدونکي ټینار کوي، چې له خپل شکایته به په شا نشي. دوي وائي، دغه موضوع له دیني آزادیو او حقوقو سره اړونده ده ،په همدې دلیل دوي ددغې دوسیې مثبتې نتیجې ته هیله مند دي .