ایکنادBorneo Bulletin، له قوله راپور راکړ،ددغه جومات جوړیدا چې ددغه هیواد اوم جومات حسابیږي، د پیغامونو او دټولنیزو چینلونو له لارې د څلور لکه شپیتو زره برونائي ډالرو په غونډولو سره پیل شوې ده.
دغه پیسې ، د ۲۰۲۲ کال د مارچ له څوارلسمې نیټې د ټولنیزو چینلونو له لارې د کمپاین په م دوران کې غونډې شوي دي .
د برونائي د جومات د جوړولو د فنډ یا بسپنې لباره د نغدو پیسو د غونډونکي کمیټې د مشر به توګه د برونائي د مذهبی چارو وزیر بدارالدین عثمان په یولړ دستورو کې دغه مالی مرستې ترلاسه کړې.
پر ولسی مرستو سربیره، په دغه کمپاین کې د کار کسب غوره خاوندانو هم پکې ګډون وکړ.
له جنورۍ میاشت څخه د دبرنائي داراسلام د ملی جومات د جوړونې بسپنې یا فنډ د جومات دجوړونې او پراختیا او د اړونده چارو لپاره د حکومتی افسرانو او کارمندانو له تنخواګانو څخه نیغ په نیغه د پیسو د کمولو پشمول دمختلفو میکانزمونو له لارې کابو یو یشت میلیون برونائي ئډالر (پنځلس اعشاریه اوه میلیون آمریکائي ډالر) غونډ کړي دي.
برونائي هیواد په جنوب ختیځي آسیا کې په رونئو تاپو کې واقع دی او له څلور لکه اتیا زره نفوسو څخه ئې کابو اتیا فیصدي ابادي مسلمانان دي.