ایکناخبری آژانس د The Express Tribune له قوله راپور راکړ،د خیبر میډیکل پوهنتون(کې ایم یو)مرستیال پروفیسر ډاکټر ضیاءالحق په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په دغه پوهنتون کې په طبی پوهنځیو یا فیکلټیانو کې یو درسی پروګرام معرفی شوی چې په هغه کې د کارپيژندنې تر سوئې، په ټولو طبی موسیسو ډینټل فیکلتي، پرستاري یا نرسننګ،فیزیوتراپي، او روغتیائي ساینس په موسیسو او څانګو کې داسلامی معارفو نوی درسي پروګرام شامل دی.
ډاکټر ضیاءالحق ټينګار وکړ،داسلامی مطالعاتو نوی درسي پروګرام نه یوازې په ډاکټرانو ،روغتیائي چارو عملې او ځوانانو کې د اسلامی اصولو او اعتقاداتو په باب دپوهې د زیاتیدا سبب کیږي،بلکې په دوي کې د انساني اخلاقو د اصولو له سسټماټيک کیدا سره هم ډيره مرسته کوي.
هغه دغه څرګندونې د اسلامی معارفو د کارپيژندنې تر سویه د نوي درسي پروګرام د معرفي کولو په دستورو کې د مشر میلمه په توګه وکړې. پروفیسر ضیاءالحق دغه راز ووئيل، له نننیو ضرورتونو سره د طبي درسي پروګرام له غږمله کولو وروسته ،دخیبر میډیکل پوهنتون په خپلو درستو څانګو کې دغه نوی درسي پروګرام او سلیبس معرفی کړی دی.
هغه ووئيل دمتخصصو ډاکټرانو لپاره مهمه ده چې نه یوازې له پياوړو تخنیکي مهارتونو برخمن شي،بلکې له پیاوړو اخلاقي ارزښتونو اواسلامی اعتقاداتو هم برخمن شي، د ناروغانو ژوند او هوساینه متخصصو ډاکټرانوت ه سپارل شوې ده او ضروري ده چې دوي په زړه سواندئ ، صمیمیّت او اخلاقي اصولو ته په ژمنتیا سره خپل کارونه ترسره کړي.
په دغه نوي درسي پروګرام کې لس سپرکي شامل دي چې په هغو کې یو ځاي د قرآن او حدیثو بحثونو ته هم اشاره شوې ده.
خیبر میډیکل پوهنتون (کې ایم یو )په پیښور ښار کې واقع دی.