ایکنا دUmmid له قوله راپور راکړ،دغه ادارې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي، د ۲۰۲۳کال داعتکاف د نامو ثبتول چې شعبان د میاشتې له ۲۵نیټې پیلیږي او د روژې دمبارکې میاشتې تر لسم پورې به دوام ومومي.
په دغې خبرتیا کې راغلی دي ، چې دنامو ثبتیدا به آنلاین وي او حاجیان باید د غوښتنې فارم ډک کړي . د مسجد الحرام او مسجد النبی لپاره داعتکاف ثبتیدا یو شان ده .حاجیان اوزیارتوال باید د آنلاین فارم دډکولو په وخت ،د خپل جومات لومړیتوب وټاکي.
د حرمیّن شریفیّن د چارو عمومی ادارې په دغې خبرتیا کې وئيلي دي ،دحرمین شریفیّن یوه خاصه سیمه د اعتکاف لپاره مخصوصیږی او لمونځ ګوزارو ته سپارښتنه شوې چې یوازې سجاده یا مصاله، سپکه نیالي بالښت او دوې تې د احرام لباس له ځان سره ولري.
د اعتکاف په سیمې کې به دلمونځ ګوزارو د وسایلو د ساتنې لپاره آلماریانې وي او دهر یوه ثبت شوي لمونځ ګوزار په نامې سره دهرې یوې آلمارئ کلي جلا او مخصوصه وي.
رمضانیه اعتکاف په مسجد الحرام او مسجد النبي کې یوپخوانی دود دی چې هر کال د روژې وروستۍ لسیزې کې ترسره کیږي.